یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمحب: هر هغه څوک چې د نظام پر ضد خلک پاروي ياغي...

محب: هر هغه څوک چې د نظام پر ضد خلک پاروي ياغي دی

تاند (شنبه، د حوت ۲) د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د مولي انصاري د خبرو پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی.

محب وایي هر هغه څوک چې د نظام پر ضد خلک وپاروي ياغي دی.

هغه زیاته کړي د مولوي انصاري څرګندونې د نړۍ او افغانستان علماوو د څرګندونو خلاف دي.

د نوموړي په خبره د انصاري د خبرو تر شا ښایي د سیمې د استخباراتو لاس وي او په همدې موخه ملي امنیت ته دنده سپارل شوې تر څو ارزونه یې وکړي.

دغه راز د ملي امنیت رییس، احمد ضیا سراج بیا د مولوي مجیب الرحمن انصاري د وروستیو څرګندونو په اړه د قانوني اقدام خبر داری ورکړی.

په ورته وخت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هم په هرات ولایت کې د مولوي مجیب الرحمن انصاري وروستۍ څرګندونې غندلي.

یاد وزارت ویلي : «دا ډول غیر مسؤلانه او مغرضانه څرګندونې د ټولو اسلامي او شرعي اصولو سره په ټکر کې او د هېواد د نافذه قوانینو پر خلاف دي.»

بل لورته د هرات والي قتالي د مولوي انصاري د خبرو په غبرګون کې وایي: « موږ به مړه یو او د پردیو په اشاره به دلته داعش او تندلاري پیدا کیږي، د دغه بیرغ لپاره چې کلمه” محراب او منبر” لري ملت قربانې ورکړې اوساتنه یې کوي».

د هغه په خبره وسله پورته کول د امنیتي ځواکونو کاردی.

هغه انصاري ته په خطاب کې ویلي: «له بړستنې پښې مه باسه او د نورو په لمسون پر داسې مهال چې کمال خان او نورو بندونو کې اوبه کنترول شوي توندلاري مه راوړه ، هراتیان تر ایرانیانو،سعودیانو او پاکستانیانو ښه مسلمانان دي.»

د مولو انصاري وروستیو څرګندونو د عامو خلکو غبرګونونه هم را پارولي.

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو د نوموړي دغه څرګندونو غندلي او د نظام او وطن پر زیان یې بللي دي.

دوی له حکومت نه غوښتي چې د ده پر وړاندې جدي ګام پورته کړي او قانوني چلند ورسره ترسره کړي.

د یادونې ده چې د هرات د ګازرګاه سیمې جامع مسجد خطیب مولوي انصاري په تازه څرګندونو کې ویلي چې د نظام څخه ملاتړ کبیره ګناه ده او په وینا یې چې د نظام ټول ملکي او نظامي کارکوونکي د علماوو وژنو ګناه کې شریک دي.

دغه دیني عالم پر ټولو ملکي او نظامي کارکوونکو غږ کړی چې له لوږې دې مړه شي خو نظام کې دې دنده نه ترسره کوي.

ارګ: د افغان ځواکونو په هکله د انصاري څرګندونې عظیمه ګناه ده

5 COMMENTS

  1. دغه حرامخوره مولا د دې نظام او د مسلحو قواوو له برکته آرامه او آسوده په جومات کې پروت دی او د مړې ګېډې نه مردار باد خارجوي .
    وطندوستي د ایمان جز دی . هغه خلک چې له خپلواولادونو او نظامیانو نه نفرت کوي او د پردیو په خوله خپل اولادونه کافران او یا ګناه ګاران بولي ، دوی غیرت او انسانیت نه لري . د دغه بېشرمه مولا مقصد تش په نوم ملا خوله باید لا پخوا ورګنډل شوې وای.
    که نور نه وي د خپل ګاونډي ایران له ملایانو نه دې زده کړې چې شپه او ورځ د خپل وطن د آبادۍ لپاره کار کوي او نن سبا به اتوم بم هم ځان ته جوړ کړي .

  2. د استعمارګرانو ځیرکتیا هم د ستاینی! !!! وړ ده.
    زموږ د هیواد په ختیځو او سهیلی سبمو کی د ډیورنډ د ها خوا د خلګو سره د متقابلی خواخوږۍ مخه په مرموزه توګه نیول سوېده او نیول کیږی
    خو
    د نورو مرموزو او پلیدو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د هیواد په لویدیځه حساسه سیمه کی انصاری او ملا منان غوندی مرموز انسانان په مرموزه توګه د مرموز ملاتړ وړ ګرځی.
    زما همیشنی شعر او شعور او شعار دا دئ :
    ” زموږ او د پلید انګرېز تر منځ توپیر دا دئ چی هغوی موږ پیژندو او پیژندلی یو او پېژنی مو
    خو
    موږ تر اوسه پدې نه یو توانېدلی چی انګرېز وپېژنو.
    تر څو چی انګرېز و نه پېژنو نو د ځانونو د پېژندنی توان به هم ونلرو “.

  3. د افغانستان حکومت کي نر نشته که نر واي دد ملا به يي نه يواځي خوله بلکه ک. هم ګنډلي وای بيا به مو ليدلي وای چه بل نر دومره جرات کولای شوای چه پر حکومت او زموږ عزتمني اوردو داسي تورونه ولګوي.
    افسوس اوسوس. افسوس

  4. ملا ثابته،
    اسلام وعلیکم!
    اسلام ددموکراسۍ بنیاد دي. خو تاسو غوندې پلیدو اجنټو ملایانو او د څو کالدارو مزدورانو ترې غول ایستلې نه دولت. بریا ته انشاءالله حتمي رسېږو او ستاسی مخونه به حتما که خدای کول تور وي او ځایونه به مو په دوزخ کې وي. د لعین شیطان نمایندګانو انتظار وکړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب