پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهارګ: د افغان ځواکونو په هکله د انصاري څرګندونې عظیمه ګناه ده

ارګ: د افغان ځواکونو په هکله د انصاري څرګندونې عظیمه ګناه ده

تاند (شنبه د حوت ۲) د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د هرات ولایت د ګازرګاه جومات د خطیب مولوي مجیب الرحمان انصاري د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه د نوموړي څرګندونې ستره ګناه ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال پر خپل ټویټر لیکلي، امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېوادوالو او خاورې مقدس ساتونکي دي او شپه او ورځ د هغوی د ارامتیا او ساتنې لپاره هلې ځلې کوي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړې، د افغان ځواکونو په هکله د انصاري څرګندونې عظیمه ګناه ده.

مولوي انصاري په هرات کې د جمعې لمانځه په خطبه کې له اوسني نظام څخه ملاتړ کبیره ګناه بللې او له امنیتي ځواکونه څخه یې غوښتنه کړې چې د دې نظام باید ملاتړ ونه کړي.

 د نوموړي دغو خبرو د ولسمشرۍ ماڼۍ سربېره د ګڼ شمېر خلکو غبرګونونه هم راپارولي دي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د نوموړي دغه څرګندونو غندلي او د نظام او وطن پر زیان یې بللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...