هغه څوک چې سترګې او غوږونه نه لري او یا له کاره لوېدلي وي، که د وجود نور غړي يې ټول پر ځای او فعال هم وي، لومړی خو هغه ته د فزیکي وړتیا له مخې په وس پوره انسان نه شو ویلای، دویم په ژوند کې هغه دندې چې یو جوړ او مکمل انسان يې تر سره کوي، نه شي تر سره کولای او تل له مشکلاتو سره مخ وي.
وسله وال ځواکونه هم همداسې دي که چېرې ښې وسلې، بشري ځواک، ښوونه روزنه او د خدمت کولو لوړه انګېزه هم ولري، خو چې د دښمن له ځواک، وړتیا، د وسلو ډول، له هېواد سره يې د مینې کچه او د قوماندانانو په هکله يې کافي معلومات ونه لري، داسې يوې اردو ته بریالۍ اردو نه شو ویلای.
د دښمن په اړه کره او د لومړي لاس معلومات یوازې د مخفي مامورينو په واسطه لاس ته را وړلای شي. نو ځکه شیالین به ویل:
«هغه پوځ چې مخفي مامورین نه لري هغه انسان ته ورته دي چې سترګې او غوږونه نه لري.»
کله چې موږ مخفي مامورین له غوږونو او سترګو سره پرتله کوو، په دې باید باور ولرو چې یوازې سالمي سترګې او شنوا غوږونه د دې وړتیا لري چې لیدل او اورېدل په سمه توګه تر سره کړي. که مخفي مامورین هم په سمه توګه ونه روزل شي، په دوامداره توګه کنټرول نه شي، په ټاکلو کې يې له بشپړ غور او دقت څخه کار وانه خیستل شي، د دې پر ځای چې واکمن او قوماندان په سمه توګه د بریا پر لوري رهنمايي کړي، بلکې د لیچنو سترګو په څېر به يې پر کوم کوهي ور برابر او نا شنوا غوږونه به د دوست کلمه دښمن او د دښمن کلمه به ورته دوست ژباړي او د هغه ډارن سپي په څېر چې خپل خاوند په لېوه ور برابروي، دوی به هم په خپلو ناسالمو یا ناکره معلوماتو او یا د دښمن له خوا په اجیر کېدلو سره به واکمن او د وسله والو ځواکونو د بربادۍ او نابودۍ باعث وګرځي.
تویو به ویل:
«د مخفي ماموریت له پاره هوښیار، ځیرک او محتاط کسان غوره کړئ. داسې کسان غوره کړئ چې د دښمن ځواکونو ته لاسرسی ولري او د دښمن له مشرانو سره د تګ را تګ امکانات ولري.»
یوازې همدغه ډول کسان کولای شي چې له دښمن څخه رښتيني او باوري معلومات تر لاسه کړي او د هغوی له نقشو څخه ځان خبر کړي. مخفي مامورین له قوماندان سره د انډیوالۍ تر کچې باید نږدې وي او د قوماندان تر مستقیم نظر لاندې باید وروزل شي. د دې له پاره اړینه ده چې د مخفي مامورينو ځانګړتیا او وړتیا و ارزول شي. معلوم شي چې په رښتیا صادق او د ډاډ وړ دي، هوښیار او ځیرک دي او که نه. کله مو چې ډاډ حاصل کړ بیا کولای شئ چې هغه ته د مخفي مامور په توګه دنده وسپارئ.
ځینې کسان داسې وي چې موخه يې یوازې د پیسو ګټل وي، داسې کسان په درواغو او ناپاکو معلوماتو واکمن او د قوماندان وخت ضایع کوي او ذهن يې ور خرابوي. په داسې حالاتو کې باید واکمن او قوماندان د دې وړتیا او ځیرکي ولري چې د مخفي مامور درواغ او رښتیا معلوم کړي.
د خندا وړ خبره ده خو منل يې ضروري دي. په دنیا کې به هېڅ داسې ځای نه وي چې هلته مخفي مامور موجود نه وي. په سیاست، په تجارت، په مطبوعاتو، په ټولنیزو چارو، په فرهنګي ژوند، په وسله والو ځواکونو، د پیر، ملا او مرشد په لباس او حتی تر ډېره حده پورې په مشهورو کورنیو کې مخفي مامورین ځای پر ځای کېږي.
د استاد برهان الدین رباني شهادت د طالبانو د یوه مخفي مامور په واسطه د ۱۳۹۰ لمریز کال د وږي/ سنبلې پر ۲۹ مه او د اوسني د دفاع وزیر ښاغلي اسد الله خالد ټپي کېدل د ۱۳۹۱ لمریز کال د ليندۍ/ قوس پر ۱۴ مه نېټه يې سترې بېلګې دي.
په ۱۹۸۰ میلادي کال د المان هېواد يوې ميرمنې د فاحشې په رول کې درې کاله د شوروي اتحاد استخباراتي کسانو ته د خپل هېواد په هکله پټ معلومات ورکول چې وروسته د المانیانو له خوا ونیول شوه.
د انګرېزانو مخفي مامور تومس ادوارد لارنس د حاجي سید پیر کرم شاه په نامه چې په اصل کې ډګروال او پیلوټ و د اعلیحضرت امان الله خان پر ضد او د خپل هېواد په ګټه کلونه- کلونه په افغانستان کې د پیر، ملا او سید په رول کې د کابل په پل خشتي جومات کې خلکو ته لمونځ ورکړ. په همدې توګه یو انګلیسي مخفي جاسوس چې په قاضي مشهور و په ۱۲۸۲ هجري قمري کال د قندهار د مبارکې خرقې په جومات کې د ملا امام په توګه د خپل هېواد په ګټه کار کاوه.
امریکایانو هم د ۲۰۱۱ میلادي کال د مۍ پر لومړۍ نېټه اسامه بن لادن د خپل بومي مخفي مامور ډاکټر شکیل افریدي په مرسته د پاکستان په ایبټ اباد کې وواژه.
په همدې توګه د انګلستان یو مخفي مامور د ارمینوس وامبري په نامه د یوه مذهبي عالم په لباس کې د خپل هېواد په ګټه په استانبول، ایران، ترکمنستان،، سمرقند، د افغانستان په بلخ او میمنه کې د خپل هېواد په ګټه کار کاوه او هرات ته د هرات والي سردار محمد یعقوب خان دفتر ته په ۱۸۶۲ میلادي کال کې هم ورغلی و.
د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي سازمان سې ای ای په نورو هېوادونو کې د خپلو سفارتونو له کارکوونکو او ژورنالستانو څخه هم معلومات تر لاسه کوي. زموږ په هېواد کې دا اوس مهال هم د مطبوعاتو ډېرې شبکې د دوی په خدمت کې دي او ټول ورته رډ- رډ ګوري، خو هغوی بې له وېرې خپل کار ته ادامه ورکوي. امریکایان حتی ځینې کورنۍ چې په اصل کې جوړې شوې کورنۍ دي، د اصلی کورنیو په نامه د مخفي ماموریتونو له پاره نورو هېوادونو ته لېږي.
له هغه مخفي مامور سره چې د دښمن له خوا اجیر شوي وي باید ډېر احتیاط او کوښښ وشي چې په ډېره ځیرکۍ ترې په خپله ګټه استفاده وشي.
که چېرې د قوماندان ډېرې پټې او محرمې نقشې او پروګرامونه د کوم مخفي مامور له خوا افشا شي، بې له ځنډه په نقشو او پروګرامونو کې باید تغییر راوستل شي او مخفي مامور هم په مکمله توګه له صحنې وایستل شي.
کله چې قوماندان د دې وړتیا ولري چې د مخفي ماموریت له پاره کوم ډول او کومه کتګوري کسان په څه ترتيب، څه وخت او چېرې استعمال کړي، هغه قوماندان به تل بریالی وي او د مخفي مامورينو د معلوماتو له مخي به د ډېرو پټو عملیاتو د اجرا کولو امکانات ولري.
واکمن یا قوماندان کولای شي چې د مخفي ماموریت له پاره د هغه هېواد له کورنیو مامورينو چې د خپل هېواد په رسمي ادارو کې دنده تر سره کوي او د هغه هېواد له خوا ځورول شوي وي، زندان ته لوېدلي وي او یا په یوه پلمه نه په یوه پلمه ناراضه وي او یا د پیسو په زور ترې ګټه پورته کړي. په کورنيو مامورينو کې داسې کسان وي چې ذهن يې یوازې د ګډوډۍ او جګړې پر خوا وي او یا له موجوده ادارې څخه د غچ اخیستلو په فکر کې وي. له داسې کسانو څخه په خپله ګټه د یوه مخفي مامور په توګه ګټه پورته کول ډېر آسانه او ډېر ګټور تمامېږي.
زموږ هېواد هم له همدغه ستونزې سره لاس او ګرېوان دی. له بده مرغه زموږ په هېواد کې زموږ د ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ د زبر ځواکونو له خوا ډېر په اسانه او ارزانه په ډېر شمېر کسان د مخفي مامورینو په توګه کاروي، حتی ځینې خو په دا ډول دنده ویاړ هم کوي.
هټلر به ویل:«دا ډول مامورین چې د خپل هېواد په هکله موږ ته معلومات راکوي، دوی د رحم وړ نه دي، باید ووژل شي، ځکه چې دوی خپل هېواد ته صادق نه دي او خیانت ورته کوي، موږ ته به څرنګه صادق وي.»
په دې هکله ډېره ځیرکي په کار ده ځکه کېدلای شي چې دا ډول کسان په لوی لاس د دښمن له خوا تاسو سره په اړیکه کې شوي وي.
د دې تر څنګ واکمن یا قوماندان د دوه اړخیزه مخفي مامورينو هم ګټه پورته کولای شي. دا کسان د دښمن له دوه اړخیزو مامورانو څخه په ډېر دقت سره غوره کېږي.
لي شوان به ویل:«کله چې دښمن جاسوسان رالېږي چې زموږ د کارونو په هکله معلومات تر لاسه کړي زه په لوی لاس بډې ورکوم او له هغه څخه خپل مخفي مامور جوړوم.»
دې ډول مامورینو ته واکمن یا قوماندان داسې غلط معلومات چې بالکل حقیقت ته نږدې وي ورکوي او بیا د داسې مامور په واسطه دښمن ته رسېږي او دښمن ورباندې باور کوي.
په دې ډول واکمن کولای شي داسې غلط معلومات خپلو هغو مخفي مامورینو ته چې د دښمن په ساحه کې فعاليت کوي هم ورکړي، کله چې هغه د دښمن له خوا نیول کېږي هغه دغه معلومات دښمن ته ورکوي او هغوی ورباندې باور هم کوي، خو په حقیقت کې دغه معلومات غلط معلومات وي.
زموږ خپل مامور يې هم له غلطۍ څخه خبر نه وي. بل واکمن یا قوماندان کولای شي له خوځنده کسانو مخفي مامورین جوړ کړي لکه تجاران، هنرمندان، سیاحان، ژورنالستان، د سفارتونو کارکونکي، محصلین او په دې توګه نور هغه کسان چې د دښمن هېواد ته تګ او راتګ کوي. دا ډول کسان په ډېر مهارت کولای شي چې د دښمن حرکات وڅېړي خپل معلومات تکمیل او د خپل واکمن د استفادې له پاره يې ورکړي. د دې کار لپاره باید داسې کسان وګمارل شي چې ډېر هوښیا، ځیرک او ډېر صادق وي، خو معصومه قواره يې وي، ټوکي وي، احمقانه څېره ولري او د ډېر ساده کس په څېر پېښې وکولای شي او یا ډېر ستر ديني عالم وي چې د دین په نامه هلته ګوزاره وکولای شي. لکه یو انګلیس چې کلونه کلونه يې د کابل په پل خشتي جومات کې د خطیب په توګه ژوند کړی و.
پر دې سربېره واکمن یا قوماندان له بومي خلکو هم مخفي مامورین جوړولای شي. بومي خلک د هغه هېواد اوسېدونکي وي.
له خپلو هېوادوالو هم مخفي مامورین جوړولای شو. له هغه چا څخه چې ډېر له هیواد سره مینه لري او یا يې له پیسو سره ډېره جوړه وي.
په جګړه کې د مخفي مامورینو پر ځای کارول، سم پېژندل، ښه روزل او د دوی پر مټ پت عمليات تر سره کول ډېر ستر ارزښت لري او دا کار یوازې په پوځي هنر پوه، هوښیار او ځیرک قوماندان تر سره کولای شي.