جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا سنا جرګه: که بهرني سرتېري ووځي، یو ځل بیا به...

د امریکا سنا جرګه: که بهرني سرتېري ووځي، یو ځل بیا به نیابتي جګړې پيل شي

تاند (شنبه، د حوت ۲) د ملي امنیت په اړه د امریکا د سنا جرګې یوې فرعي کمېټې ویلي، که امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي نو ښایي دغه هېواد د پاکستان او هند ترمنځ د نیابتي جګړې په میدان بدل شي.

یادې کمېټې پر هغه راپور بحث کړی و، چې د امریکا د سنا جرګې په لارښوونه جوړ شوی دی.

د ملي امنیت په اړه بحثونو کې دا کمېټه وایي، په افغانستان کې باید د سولې روانه پروسه چټکه کړل شي او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ روان مذاکرات باید یوې ښې پایلې ته ورسیږي.

د هغوی په خبره په بېړه د سرتېرو ایستل نه یوازې دا چې د افغانستان او امریکا لپاره ګټور نه دي، بلکې په ټوله سیمه کې به د نا امنۍ، نیابتي جګړو، نښتو، د ترهګریزو شبکو د ودې او په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سبب شي.

د امریکا سناجرګې د ملي امنیت دغه فرعي کمېټه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه دې ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه شي او له هغې وروسته دې بیا د بهرنیو سرتیرو په اړه پریکړه وشي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، د ښې پرېکړې لپاره د امریکا حکومت اړ دی چې د ټرمپ او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه و ارزوي.

انتوني بلینکن ویلي امریکا ته باید روښانه شي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل کړی یا نه او دا ډله امریکا د خپلو ژمنو له عملي کولو څومره ډاډمنولی شي.

د هغه په خبره د هوکړې تر ارزولو وروسته امریکا د افغانستان په اړه خپله پرېکړه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د دوحې هوکړه داسې واضح موارد لري چې باید د سرتېرو د ایستلو تر وخت عملي شوي وای او واشنګتن غواړي پوه شي چې دا موارد څومره عملي شوي دي.

تر دې وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سولې هوکړه ارزوي او غواړي پوه شي چې طالبان څومره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب