جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه کابل ښار کې دوه پرله پسې چاودنې شوې دي

په کابل ښار کې دوه پرله پسې چاودنې شوې دي

تاند(شنبه، د حوت ۲) د راپورونو له مخې لومړۍ چاودنه د کابل ښار د دارالامان پر سړک شوې ده.

د کابل پولیس وایي، چې نن سهار د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند کارتې پروان سیمه کې پر یوه کرولا ډوله موټر پسې نښلول شوي مقناطیسي ماین چاودنه کړې ده.

راپورونه وایي، په دغه چاودنه کې دوه کسه وژل شوي دي.

پولیس زیاتوي چې دوهمه چاودنه د شپږمې ناحیې اړوند د دارلامان پر سړک شوې چې دوه کسان یې ټپیاړ کړي دي.

پولیسو زیاته کړې، د پیښې ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ښار هره ورځ د هدفي وژنو شاهد وي، په دغه هدفي وژنو کې ګڼو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لا هم دغه چاره دوام لري.

بل لورته عام خلک حکومت د خلکو په ساتلو کې په پاتې راتلو تورنوي او زیاتوي، چې حکومت د هیچا امنیت ته پاملرنه نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب