جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهترانسپورتي شرکتونو شل ورځنی اعتصاب پای ته ورسوه

ترانسپورتي شرکتونو شل ورځنی اعتصاب پای ته ورسوه

تاند(شنبه، د حوت ۲) د ترانسپورتي شرکتونو د انسجام شورا وایي دوی له افغان چارواکو سره اوږدې خبرې لرلې دي او تر اوږدو بحثونو وروسته له ترانسپورت وزارت، کورنیو چارو وزارت، ترافیکو عمومي ریاست او ټولګټو وزارت سره دې هوکړې ته رسېدلي چې خپل اعتصاب به په مشروطه توګه پای ته رسوي.

دوی زیاتوي چې باروړونکي موټرونه به پر لویو لارو تګ راتګ پیلوي خو ددې تمه لري چې ستونزې ژر تر ژره حل کړل شي.

له شاوخوا شلو ورځو راهیسې ترانسپورتي اتحادیو او د لویو لارو موټر چلوونکو د کار نه کولو اعتصاب کړی و او ویل یې چې په حکومت او لویو لارو کې د پرتو پوستو له فساد او ناوړه چلند ستړي شوي دي.

دوی له حکومت ددې ستونزو د ژر تر ژره حل کېدو غوښتنه کوله.

د یادونې ده چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي وويل، د لویو لارو د ستونزو هوارولو ته پر وخت رسیدګي کیږي.

نوموړي د ترانسپورټي شرکتونو له مسؤلینو سره لیدنه کې هغوی ته پر لویو لارو د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړی و.

اندرابي زیاته کړې وه چې د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته دنده سپارل شوې چې د لویو لارو د ستونزو هواري پخپلو کاري لومړیتوبو کې ونیسي او هره ورځ د خپل کار نتیجه له کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب