یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني : د طالبانو د موقت حکومت ارمان به پوره نه شي

ولسمشرغني : د طالبانو د موقت حکومت ارمان به پوره نه شي

تاند ( شنبه، د حوت ۲) افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د لومړۍ کرښې امنیتي سرتیرو سره د ټیلیفوني خبرو پرمهال ویلي چې د ده په ژوند کې به طالبان د مؤقت حکومت ارمان ته ونه رسېږي.

ولسمشر غني زیاته کړې د موقت حکومت په اړه څرګندونې د عامه افکارو د تغییرولو په هدف کیږي خو تر هغې چې دی ژوندی وي موقت حکومت به رانه شي.

ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په ټول هېواد کې جګړه تېزه کړې.

که څه هم عامو افغانانو هیله لرله چې په دوحه کې به د سولې خبرې مثبته پایله ورکړي او اوربند به وشي خو د راپورونو له مخې طالبانو د اوربند پرځای د موقت حکومت راتګ ټینګار کاوه.

بل لورته بیا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، د طالبانو د سیاسي دفتر غړي قطر کې هوسا ژوند لري او سولې ته لېوالتیا نه لري.

حمدالله محب چې نن یې د امنیتي مسوولانو په ناسته کې خبرې کولې وویل،د طالبانو مشران په قطر کې آرام ژوند لري او نه غواړي چې د سولې لپاره له خپل هوسا ژوند تیر شي.

محب وایي: « د افغانستان جګړه اوس هم امنیتي ځواکونه پر مخ وړي، امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري چې له خپلو ملي ارزښتونو او خلکو څخه دفاع وکړي.»

د ملي امنیت شورا د سلاکار په ټینګار سره زیاتوي چې  طالبانو جګړه کې ماتې خوړلې او امنیتي ځواکونو د هیواد زیاتې برخې د طالبانو له شتون پاکې کړي دي.

هغه وايي که طالبان سوله غواړي نو د ملکي خلکو له وژنې دې لاس واخلي.

وسله والو طالبانو بیا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب