یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ننګرهار کې د کتابونو ۳ ورځنی نندارتون پرانیستل شو

ننګرهار کې د کتابونو ۳ ورځنی نندارتون پرانیستل شو

تاند (شنبه، د حوت ۲) د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اړوند باچا خان مزار کې د سولې او پرمختګ تر عنوان لاندې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

دا نندارتون د اماني فکري ټولنې له لوري پرانیستل شوی دی.

په دې نندارتون کې بېلابېل علمي، تاریخي، سیاسي او ټولنیز اثار نندارې ته اېښودل شوي وو.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د دې کتابتون د پرانیستې په مراسمو کې وویلې چې دا ډول نندارتون جوړول په فکري بدلون کې مثبت رول لوبوي.

هغه همدا راز زیاته کړه چې د مرکزي کتابتون د غني کېدو او په ادارو کې د اړونده مسلکي کتابتونونو د فعالیدو لپاره به هم هڅې وکړي.

په ورته مهال استاد نجیب منلي هر کال د دا ډول نندارتون د جوړیدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي منلي هیله وښوده چې د دې نندارتون په پرانیستل کېدو سره به د مطالعې رواجولو ترڅنګ کتاب پیرودلو ته هم بازار موندنه وشي.

دغه راز پوهاند مجاور احمد زیار، پوهاند نړیوال رازقي، پروفیسور اسیرمنګل، استاد حیات روغاني او استاد محمد اصف صمیم د کتاب په ارزښت خبرې وکړې.

دې نندارتون ته د ختیځې سیمې ګڼ اوسېدونکي هم ورغلي وو او خوښ وو چې په لومړي ځل د کتابونو نندارتون جوړېږي او دوی په کې ګډون کوي.

ټاکل شوې د کتابونو دا نندارتون به پخپله لمن کې د یو شمېر نورو پروګرامونو په ترسره کولو سره درې ورځې دوام وکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب