یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهقریشي: نه غواړو د افغانستان په چارو کې لاس وهنه وکړو

قریشي: نه غواړو د افغانستان په چارو کې لاس وهنه وکړو

تاند ( شنبه، د کب ۲ ) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، هېواد یې علاقه نه لري چې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه وکړي.

هغه له پاکستاني رسنۍ جیو نیوز سره په خپله مرکه کې ویلي چې پاکستان تل هڅه کړې څو د افغانستان سولې پروسه کې خپل رول ولوبوي او هیله لري چې دا پروسه بریالۍ شي.

قریشي ویلي چې د پاکستان له هڅو هڅو سره سره پرې ځېنې هیوادونه تور پورې کوي چې ګواکې دې برخه کې مرسته نه کوي.

د نوموړي په وینا: (( پاکستان تل هڅه کړې ده چې افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي خو له دې سره سره ځینې هېوادونه او ځانګړې کړۍ ورباندې د نه همکارۍ تور پورې کوي. ))

قریشي زیاته کړې چې هېواد یې د افغان حکومت په ګډون له ټولو هېوادونو غواړي چې په دغه هېواد کې د سولې د راتګ لپاره صادقانه هڅې وکړي.

هغه یو ځل بیا په دوحه کې د په ټپه ولاړو بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه هم کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې له سولې او ثبات سره مرسته کوي.

د قریشي دا تازه څرګندونې داسې مهال دي چې دې وروستیو کې طالبانو د افغان پوځیانو پر وړاندې جګړو ته زور ورکړی او ناټو هم د خپلو پوځیانو ایستل د تاوتریخوالي تر کمېدو او دغه راز د سولې د خبرو پر پرمختګ پورې مشروط کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب