جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ګمرک او ټرافیک ریاستونو ۱۰ کارکوونکي د فساد په تور ونیول...

د ګمرک او ټرافیک ریاستونو ۱۰ کارکوونکي د فساد په تور ونیول شول

تاند (شنبه د حوت ۲) د کورنیو چارو وزارت وايي، د اداري او مالي فساد په تور يې د ګمرک او ټرافیک ریاستونو ۱۰ کارکوونکي نيولي دي.

دغه وزارت نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا کسان په کابل کې د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رياست پولیسو له لوري د يو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې نیول شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پيسو اختلاس، غیرقانوني باج اخیستنې او همدارنګه له وظیفوي صلاحیتونو ناوړه ګټه اخیستنه پر یادو کارکوونکو عمده تورونه دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا کسان د ټراسپورتي شرکتونو له څښتنانو سره د کورنیو چارو د وزیر تر کتنې وروسته نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، « یاده کتنه د روان کال د سلواغې په دېرشمه نېټه د پنجشنبې په ورځ (دوه ورځې مخکې) وشوه او د کورنیو چارو وزیر ډاډ ورکړ چې د ترانسپورتي شرکتونو او موټرچلوونکو شکایتونو ته یې د رسېدنې په پار جدي اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.»

د خبرپاڼې له مخې، د کورنیو چارو وزیر د ټراسپورتي شرکتونو څښتنانو ته ډاډ ورکړ چې د د دوی او موټرچلوونکيو شکایتونو ته یې د رسېدنې په پار جدي ګامونه تر لاس لاندې نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب