پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد وزیرستان اوسیدونکي: پاکستاني پوځیان د طالبانو زور له خلکو باسي

د وزیرستان اوسیدونکي: پاکستاني پوځیان د طالبانو زور له خلکو باسي

تاند ( یکشنبه، د کب ۳ ) د وزیرستان او نورو قبایلي سیمو اوسیدونکي وایي، پاکستاني پوځیان د تحریک طالبان پاکستان (طالبانو) ډلې زور له دوی باسي.

دوی وایي، د عملیاتو په نوم یې له سختو ظلمونو او کړاوونو نور په تنګ راغلي دي.

د سیمي اوسیدونکي زیاتوي چې پاکستاني پوځیان یې په کورونو چاپې وهي او بې ګناه خلک له ځانه سره وړي کوم چې بیا یې په کلونو کلونو مړي ژوندي ورک وي.

د واڼه سیمی اوسیدونکی فیضان الله په دې اړه تاند سره خبرو کې وایي، پاکستاني پوځیان وخت ناوخت په یوه او بله نامه د وزیریستان خلکو ته مشکلات جوړوي او نور یې په تنک کړي دي.

هغه وایي: (( موږ نور د پوځیانو له ظلمونو تر پوزې راغلي یو، دوی د طالبانو ډله چې اوس یې پر وړاندې بریدونه کوي زور یې له عامو خلکو وباسي، هغه څه چې خپله یې د پوځ استخبارات سپوټ کوي.))

د یادو سیمو اوسیدونکي دغه راز دې سیمو کې جوړ شوي طالبان هم د پاکستاني پوځ څانګه ګڼي او تل ترې په ټولنیزو رسنیو کې د شکایتونو خبرونه او ويډيوګانې خپروي.

ځایي خلک وایي، د دوئ ټول انساني حقوق همدې پاکستاني پوځیانو تر پښو لاندي کړي او ډول ډول ازار او زورونه دوی ته ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستاني پوځیانو د واڼه بازار کې عملیات پیل کړي او دا بازار له تېرو څو اوونیو راهیسې په بشپړ ډول تړل شوی دی.

د یاد بازار یو اوسیدونکي اهتشام خان، د پیل شویو عملیاتو په اړه پر خپل ټوېټر لیکلي: (( ریاستي پوځ د عملیاتو په نوم د خلکو په ژوند لوبې پیل کړي، دوی بیا ټولې سیمې کلا بند کړي او د بې ګناه خلکو لپاره یې بیا د ماینونو په کرلو پیل کړی، هغه څه تل یې په چاودنو کې زموږ د ماشومانو او خلکو ژوند اخیستی.))

دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او د یادو قبایلي سیمو اوسیدونکي تل په خپلو اعتراضونو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري د ورک شویو خلکو او د دوی له سیمو څخه د ماینونو پاکولو غوښتنې کوي خو لا یې هم دې غوښتنو ته مثبت ځواب ندی ویل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب