شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeداسې هم شتهد دریم واده په کولو سره دوهمې ښځې خپل خاوند محبس ته...

د دریم واده په کولو سره دوهمې ښځې خپل خاوند محبس ته ولیږه

تاند ( یکشنبه، د کب ۳)  رپوټونه وایي، د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو سړی د دریم واده کولو په وخت کې پدې تور ونیول شو چې دوهمه ښځه یې په جریان کې نده اچول شوې او د هغې له اجازې او خوښې پرته بل دریم واده کوي.

د سرچېنې په خبره، د فقیر عباس په نامه دغه د واده زلمی هغه وخت بندي شو چې ښځې پرې نژدې پولیسو ته عریضه وکړه

د معلوماتو له مخې، وروسته ښکاره شوه چې مصباح نومي ښځې ته د دې زلمي له لوري څو اونۍ وړاندې طلاق ورکړل شوې و.

سرچینه کاږي وروسته له هغې چې دې زلمي خپلې دوهمې ښځې ته طلاق ورکړی وو او بیا یې د دریمې ښځې پروګرام جوړ کړی و.

د معلوماتو له مخې، محکمه کې د طلاق خط تر ښودلو وروسته د واده زلمی خوشې کړای شو.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د پېښور په بډه بېره سیمه کې د پاکستاني پولیسو یو افسر هم ورته عمل کړی وو او دیارلس نجونو سره یې واده کړی وو.

د ځایي معلوماتو له مخې، دا افسر چې ډېر ظالم او د سیمي بدماش هم وو د کلي څو انجونې ځان ته واده کړې وې او له یو څه وخت ګډ ژوند وروسته به یې طلاق کولې.

خو شاخوا دوه میاشتې وړاندې بیا نوموړی افسر په خپل کور کې د دوهمې او دیارلسمې مېرمنې له لوري یې چې ګاونډ کې یې اوسیدې د شپې له خوا کور ته ورغلي او په مرموز ډول یې وژلې وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب