جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+آن فنشډ د غوره پلورل شویو کتابونو نوملړ کې شامل شو

آن فنشډ د غوره پلورل شویو کتابونو نوملړ کې شامل شو

تاند ( یک شنبه، د حوت ۳) نیویارک ټایمز د پریانکا چوپړا کتاب چې آن فنشډ نومېږي د غوره پلورل شویو کتابونو په نوملړ کې شامل کړ.

د بالیووډ مشهوره اداکاره او د امریکایي سندرغاړي نک جونس میرمن پریانکا چوپړا چې په دې وروستیو کې خپل ژوند لیک لیکلی او د (ان فنشډ) په نوم سره یې خپور کړی.

پریانکا هم نن په خپل انسټاګرام یوه وړه ویډیو خپره کړې چې د خپل کتاب عکس یې په پښتۍ کې ورکړی.

نوموړې په ویډیو کې ځینې داسې تصویرونه هم شامل دي چې د ژوند ځینو پېښو سره یې تړاو لري او د خپل بریا په اړه یې له مینوالو مننه کړې.

چوپړا ویلي چې دا هر څه له یوې اوونۍ څخه هم ژر وشول او کتاب یې د نیویارک ټایمز د غوره پلورل شوو کتابونو په نوملړ کې شامل شو.

پرینکا چوپړا د هندي سینما یو له هغو ښځینه سینما ستورو شمېرل کېږي چې د نړۍ په کچه ډېر مینه وال لري.

پرینکاچوپړا په خپل ژوندلیک کې خپل شخصي ژوند سپړلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب