جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+محمدنبي په شپږيزو کراچۍ لوبډله بریالۍ کړه

محمدنبي په شپږيزو کراچۍ لوبډله بریالۍ کړه

تاند ( یک شنبه، د حوت ۳) د پاکستان سوپرلیګ یا پي اېس اېل لوبې د کراچۍ کېنګز لوبدلې به بریا پيل شوې.

د یاد لیګ لومړۍ لوبه د کوېټه ګلېډيټرز او کراچۍ کېنګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

کوېټې لوبډلې لومړی توپ وهنه ترسره کړه او په ۱۹ ام اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یواځې ۱۲۱ منډې وکړې او کراچۍ لوبډلې ته یې د ۱۲۲ منډو هدف ورکړ.

له کوېټې ګلېډيټرز لوبډلې سره افغان لوبغاړی قیس احمد لوبېده چې په توپوهنه کې یې د خپلې لوبډلې لپاره ۱۶ منډې او دغه راز کرېس ګيل بیا ۴۶ مندې وکړې.

کراچۍ لوبډلې ټاکل شوی هدف د محمدنبي عیسی خېل په چټکې ټوپوهنې پوره او لوبه یې د ۷ لوبغاړو په توپیر په خپل نوم کړه.

د محمد نبي اړوند لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۴ اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه یې د محمد نبي د چټکو ۳۰ منډو پر مټ وګټله.

نبي خپلې لوبډلې لپاره په ۱۴ توپونو ۳۰ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې چې په کې ۳ شپږيزې او ۲ څلوریزې شاملې وې.

دغه راز کلارک بیا خپلې لوبډلې لپاره ۴۶ منډې وکړې.

یاده دې وي چې دغه لوبې نن د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه پيل او د مارچ میاشتې تر ۲۲مې نيټې دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب