جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله او بلېنکن په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه غږیدلي

عبدالله او بلېنکن په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه غږیدلي

تاند ( یکشنبه، د کب ۳ ) د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د شنبې په ماښام افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه سره غږیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي‌ دي چې ښاغلي بلېنکن عبدالله عبدالله سره «په افغانستان کې د امریکا د تګلارې د ارزولو او دغه راز د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې بلېنکن د عبدالله څخه مننه وکړه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مهمه دنده مخې ته وړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدغه راز «په افغانستان کې د باثباته سیاسي جوړجاړي، هر اړخیز او دایمي اوربند په اړه» د امریکا د همکارۍ او ننګې ډاډ هم ورکړی دی.

ښاغلي بلېنکن داسې مهال د افغانستان د سولې د عالي‌ شورا له مشر سره خبرې کړي ‌دي ‌چې د امریکا د دفاع وزارت وايي په بېړه او نامنظم ډول به له افغانستان څخه ونه وځي.

په ورته وخت کې د جرمني صدراعظمې انکلا مرکل هم ویلي چې جرمني‌ځواکونه چمتو دي چې د ډېر وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايی چارواکي وايي هغه تړون بیا ارزوي چې د مخکني‌ ولسمشر دونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د ۲۰۲۰په فبرورۍ کې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوی دی.

د تړون په اساس بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه وځي، طالبان به اورکم کوي، له القاعده سره به اړیکې پرې او له افغان حکومت سره به د سولې خبرې کوي چې جګړه ختمه شي.

خو د رپوټونو له مخې، طالبانو په دې ژمنو عمل نه دی کړی نو ځکه امریکایي چارواکو ویلي چې د دوحې په ترسره شوي تړون به له سره غور کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب