جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو کمیسیون: حکومت دې خلکو ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې...

د بشري حقونو کمیسیون: حکومت دې خلکو ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي

تاند (یکشنبه د حوت ۳) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې افغانان باید د ژوند مهمو لومړیتوبونو ته لاسرسی ولري او د حکومت مسؤلیت دی چې دوی ته د ژوند ټولې لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي.

ددې بنسټ په اعلامیه کې راغلي، د څښاک اوبه، برېښنا، د تګ راتګ لارې، د زده کړو زمینه، خوراک او نور هغه لومړنۍ اسانتیاوې دي چې افغانان ورته اړتیا لري او حکومت یې په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دغه راز پر حکومت غږ کوي چې د پراختیايي او پرمختیايي کارونو په برخه کې ټولنیز عدالت مراعات کړي او خپلو خلکو ته له تبعیض پرته د ښه ژوند زمینه برابره کړي.

دغه کمیسیون سولې ته د رسېدو غوره لار د ټولنیز عدالت تامین بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب