جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهروسي او هندي چارواکو په مسکو کې د افغان سولې په هکله...

روسي او هندي چارواکو په مسکو کې د افغان سولې په هکله خبرې کړي

تاند (یکشنبه د حوت ۳) روسیه وایي دوی د افغان سولې په هکله د سیمې له هېوادونو سره په بحثونو بوخت دي.

د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې له هندي چارواکو سره کتلي او په سیمه یې کې په روان وضعیت خبرې کړي دي.

سرګي لاوروف ویلي دوی د افغان سولې په هکله د سیمې له هېوادونو سره په خبرو بوخت دي او هڅه کوي طالبان دې ته تیار کړي چې د جګړې په پای ته رسولو کې هڅې ډېرې کړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د افغان سولې په تړاو د پاکستان او مسکو اړیکې هم ډېرې شوې دي چې باید هند یې په اړه اندېښمن نه وي.

لاوروف وایي روسیه غواړي سیمه په راتلونکې کې له یوه احتمالي خطر وژغوري له همدې امله یې د سیمې له هېوادونو سره بحثونه پيل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان سولې او روان وضعیت په هکله د سیمې د هېوادنو چارواکو یو ځل بیا لیدنې ډېرې کړي دي.

وړمه ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره پر افغان سولې په اسلام اباد کې خبرې کړي.

د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې جنرال باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په همدې موخه دوی د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي.

روسي چارواکي په داسې مهال د افغان سولې په هکله له هندي او پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړي چې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه مرکه کې په ډاګه کړې وه، چې ددوحې د سولې پروسه بې مانا ده او په افغانستان کې باید لنډمهاله ایتلافي حکومت جوړ شي، خو د افغانستان حکومت بیا دا څرکندونې رد کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب