جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزد بریالیتوب لارې| سیدولي همدرد

د بریالیتوب لارې| سیدولي همدرد

۱- وېره هېره کړئ
په یوه کار کې له یو چا څخه ویره او د یو کار په ترسره کولو کې له دې څخه ویره چې ایا دې کار کې به بریالی شم کنه تل له ذهنه وباسئ او مثبت فکر ولرئ. په پیل کې به مو ذهن ته ډول ډول شیطاني وسوسې درشی، خو دا هر څه حقیقت نلري، څه چې مو په کوم نیت پیل کړي دوام ورکړئ او بیدون له کوم فشار او ویرې څخه مخته تګ وکړئ.
۲- هر سهار وختي راکښېنئ
کله چې د ورځې پیل د سهار په لمانځه او د الله ج په کتاب قران کریم تلاوت پیل کړئ، نو په کار کې به مو الله ج برکت واچوي او بریالي به شئ. د شپې له ۷ یا ۹ ساعته خوب وروسته سهار وختي انسان پوره دمه او تازه وي، ذهن یې هم ښه کار کوي نو هڅه وکړئ هر څه مو چې په پلان کې وي له سهار وختي يي پیل کړئ هڅه وکړئ چې د کار ۳۰ سلنه مو سهار وختي ترسره کړئ.
۳- نن سبا (ځنډ کول) پرېږدئ
پښتو کې یو متل دی چې وایي (د نن کار سبا ته مه پرېږده!) په یو کار کولو کې له ځنډ او بې ځایه ځان مصروفه کولو غوره ده چې خپل ټول کارونه په خپل وخت او د لومړیتوب له مخې ترسره کړئ. که مو د نن ورځې کار سبا ته پرېښود نو یوه داسې ورځ راتلونکې ده چې بیا به کارونه ډیر او ورځ یوه وي که غواړئ د بریالیتوب خوند وڅکئ نو کارونه مو په خپل وخت ترسره کړئ.
۴- هر څه دوامداره ترسره کړئ
هر کله مو چې یو کار پیل کړ او هغه کار کې مو بریا ترلاسه نه کړه او ناکام شوئ نو شا مه ور اړوئ بیا هڅه وکړئ، بیا هڅه وکړئ او بیا هڅه وکړئ بعضي وخت زموږ او د بریالیتوب ترمنځ ډیر کم واټن موجود وي خو یوازې استقامت غواړي.
پوهان وایي چې د یو کار کې د ناکامۍ وروسته هغه کار نه بلکې خپل پلان او طریقه بدله کړئ با تاسو ګورئ چې څنګه تر منزله رسیږئ
۵- خپل مثبت فکر درک کړئ.
وایي نیمایي ویښتان مو د هغه څه په اړه اندیښنې سپینوي، چې په ژوند کې مو هیڅ نه پیښیږي. په لومړۍ شماره کې مو وویل چې ذهن ته به مو ډول ډول وسوسې او منفي خبرې راځي خو تاسو د مثبت فکر په لوري فکر وکړئ او هغه په پوره معنا درک کړئ تل دا وویاست چې ” زه یې کولی شم” او په خپلې کوچنۍ بریا هم ډیره خوښي څرګنده کړئ او ځان وستایئ.
۶- هدف مو کوچنی نه، لوی وټاکئ
هڅه وکړئ چې اهداف مو لوی وټاکئ ارواپوهان وایي چې تاسو څه غواړئ نو هغه به در رسیږي
۷- له بدو او بدنیتو خلګو ملګرتیا پرېږدئ
په ژوند او ټولنه کې یو انسان په ملګرو پیژندل کیږي که مو بد ملګري درلودل نو تاسو هم ټولنې ته بد معرفي کوي او که چیرې ملګري مو ښه و نو تل به مو هڅوي او ستاسو د بریا د نندارې په انتظار به ناست وي. بدنیته ملګری هېڅکله ستاسو بریا او پرمختګ نه غواړي
له هغو خلکو سره هېڅکله ملګرتیا مه کوئ چې ستاسې په نیمګړتیاوو در شریک وي دوی ستاسې د شخصیت هغه برخه پیاوړې کوي چې تاسې یې وروسته پاته ساتلي یاست یوازې له مثبت فکر لرونکو ملګرو او خپلوانو سره ملګرتیا وکړئ، دا به درته تر هر ډول درملو غوره وي.
۸- تشویق ته لېواله اوسئ او نور تشویقوئ
هر هغه څه چې د یو کس په ورسپارل شویو چارو کې د اجراتو د زیاتې علاقه مندۍ سبب شي، هڅونه بلل کیږي یو کس هغه وخت ښه کار کوي چې تشویق شي، د خپل کار د دایموالي څخه ډاډه وي او هڅه کوي چې ځان او ډله یې د بریا تر سرحده ورسوي.
۹- په دې اړه فکر مکوئ چي زما په اړه به خلک بد فکر لري
اړینه نه ده چې نورو ته ثابته کړې چې څنګه کس یې، خلک حق لري چې څنګه یې زړه وي هغسې فکر وکړي خو باید ته هغسې ونه اوسې، څنګه چې خلک فکر کوي.
ستاسو تر غوږو به د خلکو ډول ډول خبرې درسیږي، خو تاسو چې کوم هدف ټاکلی تر هغه ځان ورسوئ او بریالي شئ.
۱۰- همېشه مهربانه او خوش اخلاقه اوسئ.
تل مهربانه اوسئ حتی پر هغو خلکو هم چې د مهربانۍ په قدر نه پوهیږي. ته د داسې مهربانه رب بنده یې چې ددې ټولو مهربانیو او ښیګڼو بدله درکوي.
بې ځایه غرور، زیاته محافظه کاري، بې اعتمادي او بې نظمي دا هغه څه دي چې ستاسو شخصیت زیانمنوي او ستاسو او د بریا تر منځ فاصله لرې کوي.
اخلاق هغه شتمني ده چې په پیسو نه را نیول کیږي. درې پر څلور برخې خلک چې تاسو یې په خپل ژوند کې ګورئ ترحم ته وږي او تږي دي نو رحم او مهرباني پرې وکړئ داسې به مو دوی مینه وال شي او بریالي به مو کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب