ژوند، پرمختگ، مړینه
د ژبې عام تعریف دا دی چې: ژبه د پوهولو راپوهولو وسیله ده، خو کله په هویت پورې هم نښلي او کله د کلتور او فرهنگ حیثیت غوره کوي چې د یو قوم د راټولېدو سبب هم کېـږي.
دا خبرې ما څو ځلې د مورنۍ ژبې په باب د مقدمې په ډول لیکلې او په خپلو خبرو کې مې ویلي چې:
ژبه د انسان د اوږدو تجربو ټولگه ده. څوک چې ژبې ته په کم ارزۍ گوري او د ژبې وییونو ته په تیټه سترگه گوري، په حقیقت کې د بشر تاریخي ودې ته ارزښت نه ورکوي. دا باید په یاد وساتل شي چې له ژبې سره ساده او سطحي چلن، په اصل کې له انسان سره هماغسې چلن دی.
ژبه د لسگونو زرو لغاتو لښکر دی چې وروسته له ډېرو کړاوونو او تجربو برابر شوی دی او دې د کار وړ لښکر ته باید درناوی وشي، ځکه چې هر چېرې یې کارولی شئ. څوک چې د ماناوو دې لښکر ته ارزښت نه ورکوي او یا په درنه نه ورته گوري، هغوی د بشریت د اوږدو ـ اوږدو مودو تجربې بې ارزښته گڼي.
که حقیت ته ځیر شو، ژبه په اصل کې بېرته انسان ته، د ده د باندني چاپېریال ژباړه ده او باندني چاپېریال ته د ده ور ژباړل دي. ژبه د انسان او فزیکي ـ ټولنیز چاپېریال په منځ کې د اړیکو وسیله ده.
ژبه یوه بهانده، خوځنده او د بدلېدو په حال کې پدیده ده، که کار او پاملرنه ورته وشوه، خوځېدونکې او غني کېدونکې به وي او که کرار لاس تر زنې ورته کینو، له تللو او خوځيدو لوېـږي او د مرگ دایرې ته ورننوزي.
هر څومره چې ژبې په پوهې، مالوماتو او فنونو باندې سمبال شوې وي، همغـومره غني او د نړۍ په اسرارو خبرې او پوه وي؛ په همدې سبب علمي ژبې گڼل کېـږي او ویونکي یې همغومره پوه او د نړۍ په پوهېدنه باندې برلاسي وي.
مورنۍ ژبه یوه ونه وگڼئ چې بېلابیلې څانگې او په زرگونو، لکونو او لا میلیونونه پاڼې یا لغتونه لري، دا ونه که اوبه نه شي، که ونه پالل شي؛ نو څنگه هیله کولای شئ چې د دې ونې پاڼې زېړې نه شي، ونه رژېږي او ونه زړه او پوده نه شي.
د مورنۍ ژبې د ساتلو، خوندي کولو، غني کولو او په نړیوال ډگر کې یې د نورو ژبو سره د سیالۍ جوگه کولو له پاره د بېلابېلو قلموالو څو نظریې:
ډوکتور لطیف بهاند:
«زه هیله لرم چې هر څوک د خپلې مورنۍ ژبې د لمانځنې ، پالنې ، روزنې او پانګمن کولو حق ولري، خو ژبه په تشو نارو، سورو، چغو او هغې ته د لویو ستاینو په ورکولو نه پانګمه کېـږي او نه وده کوي . ژبه د علمي، تخلیقي آثارو په رامنځته کولو، ژبه کېـږي او تر ټولو مهمه دا چې ژبه باید په غوره توګه سیاسي، اقتصادي، فرهنګي شي.»
محمود مرهون:
«د نړۍ ژبي دوه ډوله دي هویتي ژبي چي هم شا ته هویت او قوم لري او هم سیمه او فرهنګ او دوهمي سیمیزي ګڼ ملیتي ژبي دي چي یو مستقل قوم یا مستقل خلک شا ته نه لري. لکه دري چي په افغانستان کي د زیاتو قومونو مشترکه ژبه ده اوبیا دې ژبي يو خاص قوم را منځ ته کړی چي په اصل کي دغه قوم د لږکیو قومونو مجموعه ده چي د دغه ژبي په وسیله متحد سوي دي.
لومړی ډول ژبي د کلتور او فرهنګ حیثیت هم لري او د هغه قوم د ټولیدو سبب هم کېږي پښتو، ازبیکي، ترکمني، پشه یې او نوري ملیتي ژبي یې په افغانستان کي مهم مثالونه دي.
انګرېزانو په افغانستان او سیمه کي همېشه له دغه ژبني سیاسته هم سخت کار اخستی هغوی همېشه کوښښ کړی چي په دربارونو کي غیري ملیتي ژبي حاکمي و اوسي چي په دې توګه د دوی سیاست و وېشه حکومت وکړه پالیسي کامیابه و اوسي.
نو ځکه د افغانستان په دربارانو کي همېشه پښتون پاچا وو، مګر دربار هیڅکله په پښتو نه وو، په هند کي هیڅکله هندي د دربار ژبه نه سوه، په بنګله دېش کي بنګالي او پاکستان کي اوردو ځای و نه نیوی.»
رسول حمزاتوف
۱۹۲۳-۲۰۰۳
” آواري ژبه زما، مورنۍ ژبه ده. دا تر ټولو، هغه غوره څه دي، چې زه یې لرم “
شوروي داغستاني شعر او ملي شخصیت. د داغستان، روسیې او شوروي د لیکوالو ټولنو غړی.
رسول حمزاتوف، د شوروي او وروسته د روسیې د داغستان د جمهوریت اوسېدونکی و. هغه د هنر او فرهنګ لوړو څوکو ته رسېدلی و. د هغه یوه لیکنه مې پخوا را اخیستې وه، په زړو پاڼو کې په مخه راغله. په دې ټوټه کې دا شاعر له خپلې ژبې او خپلې خټې سره خپل سپېڅلي احساسات داسې څرګندوي:
” زه اواري (قام) یم. زه آوري پيدا شوی یم. زه له دې پرته بل څوک کېدای نه شم. کله چې مې سترګې پرانستې، هغه کسان مې چې ولیدل آواري وو. هغه لومړني توري او کلمې مې چې واورېدل، اوارې وو. هغه لومړنۍ ترانه مې چې د زانګو تر څنګه له موره واورېده آواري ترانه وه. آواري ژبه، زما مورنۍ ژبه ده. دا تر ټولو، هغه غوره څه دي چې زه یې لرم. دا نه یوازې زما له پاره بلکې د ټولو آواري وگړو له پاره، تر ټولو غوره څه دي.
آورایان ګڼشمېره نه دي، هغوی ټول ټال درې سوه زره تنه دي، خو دا هم لږ نه دي. په داغستان کې داسې شاعران شته چې په هغه ژبه، په داسې ژبو شعر لیکي چې یوازې، دوه زرتنه پرې غږېږي.»
غفور لېوال:
«د مورنۍ ژبې د ودې لپاره
داسې متون تولید کړئ، چې د اړتیا له مخې نورو ژبو ته وژباړل شي.
په ګیلو او شخړو هيڅوک ستاسو د ژبې متون خپلو ژبو ته نه ورژباړي. نورو ژبو ته د یوې ژبې د تولید کړیو متونود ورژباړلو اړتیا په دغوحالاتو کې پېښیږي:
۱- چې په یوه ژبه کې علمي متون تولید شي او د نورو ژبو کاروونکي یې د علمي اړتیا په پار وژباړي:
انګریزي، جرمني او فرانسوي يې په ساینس، فیلوسوفي، ټولنیزو پوهنو او ادبیاتو کې بېلګې دي.
۲- د یوې ژبې بډای ادبي تاریخ، چې پخواني افکار، بلاغي ارزښتونه او ځواکمن بشري پیغامونه ولېږدوي؛ هیندي، پارسي او ځینې نورې ژبې د ژباړې لپاره همداسې وړتیا لري. په نړۍ کې د مهابهارت، رامایانا، کرینکا دمنکا (کلیله و دمنه)، بلخي مولانا، حافظ، غزنوي سنايي، فردوسي او نورو زرګونه ژباړې شته.
۳- چې یوه ژبه دیني متون ولري او په نړۍ کې د نورو ژبو خلک یې په دې پار متون ورژباړي، چې عقیده پرې لري؛ عبري او عربي دواړه دا ځانګړنې لري. په نړۍ کې ګڼ مسلمانان شته، چې پر دیني متونو د پوهېدو لپاره عربي زده کوي او ژباړي یې.
۴- هغه ژبه چې د کار، تولید او اقتصاد پیاوړتیا ورسره تړلې وي؛ چینايي ژبه سخته، خو نن سبا په پراخېدو ده، نه د دې لپاره، چې چینایان ډېر مېړني، اتل او غیرتي خلک دي، بلکې د دې لپاره چې تولیداتو یې د ټولې نړۍ بازارونه فتح کړي دي او ښکاره خبره ده، چې له تولیدي کالیو سره به یې ژبه هم پلویان مومي.
د امریکا په لویه وچه کې بومي سورپوټکي قومونه ډېرغیرتي خلک ول، جګړه یې زده وه، تاریخ یې هم لسو زرو کالو ته رسېده، خو نن یې نه ژبه شته او نه یې هم قومي هویت.
په دې اړه فکر وکړئ، کار و کړئ او غوسه مو راکمه کړئ!»
بیا هم لېوال:
«په نړۍ کې ګڼ خلک لګیا دي، انګریزي زده کوي، وايي: د سیاست، تکنولوژۍ، اقتصاد او کار ژبه ده.
اوس خلک چینايي ژبه ـ که څه هم سخته ده ـ ځکه زده کوي، چې د نړۍ اقتصادي اقتدار ورروان دی.
یوه بله ژبه د دې لپاره زده کیږي، چې خورا بډای او ښکلي کلاسیک ادبیات لري، خلک وايي، غواړو په هغې ښکلا او فکري بډایینې پوه شو، چې د دغې ژبې په ادبیاتو کې شته.
که یو بهرنی درڅخه وپوښتي: ولې پښتو زده کړم؟ ستاسو ځواب به څه وي؟
دا ژبه پرخپلو ویونکیوګرانه ده، ځکه د مور ژبه یې ده، خو څنګه یې پر نورو ګرانه کړو؟ خبره دلته ده!
د پښتو ورځې د ښې لمانځنې په ویاړ یو بل ته د مبارکۍ پرځای لاندې پوښتنې ورواستوئ:
۱. د پښتنو جمعي خِرد څه دي؟ ولې وژل کیږي؟
۲. د خپل مرګ و ژوند او له دې نړۍ د پوپنا کېدو په اړه د پښتنو ترمنځ روان دیسکورس څه دی؟
۳. د پښتو او پښتنو ګډ تفکر څه دی؟
۴. آیا پښتانه په پښتو ژبه فکر کوي، که په نورو ژبو؟ ( د تفکر ژبه یې کومه ده؟) که په پښتو فکرکړای نه شي، و لې په دې ژبه کې د تفکر عناصر نه شته؟
د ژبې د ګرانښت دعوا په چیغو او شعارونو نه زباتیږي، پورتنیو پوښتنو ته ځواب غواړي.»
ډوکتور لطیف یاد:
هغه ملت چې په خپلې مورنۍ ژبې لیکل او لوستل ونکړي هغه مړملت دي او مړ ملت هغه ملت ته ویل کیږي چې خپله ژبه یې له لاسه ورکړي وي او بچیان یې دخپلې مورنۍ ژبې دحق نه بې برخې او محرومه وي . په مورنۍ ژبه زده کړه او لیک لوست دهرانسان طبیعي حق دی او هیڅوک د ا حق نلري چې یو څوک دخپلې مورنۍ ژبې دزده کړې نه بې برخې او محرومه کړي . دملګزو ملتونوپه منشور(Charter )او دبشر دحقوقو په اعلامیه کې په څرګنده توګه داسې راغلي دي: (( دا دټولو ملتونوطبیعي حق دی چې پخپلې مورنۍ ژبې زده کړې وکړي ))
دوکتور بهیج عثماني:
«که د ټولنې هر وګړی له ځان سره پرتله کړئ، هره ورځ مو څو ساعتونه موبایل او څو هغه کتاب مخ ته نيولی وي. کېدای شي د ډېرو ځواب به موبايل وي. د دې ساده پوښتنې له ځواب څخه پايله اخيستلای شو چې نور نو د ژبې ژوند، وده او پرمخيون د کاغذي پاڼو تر تورولو پورې ځانګړی نه دی. د نويو اړتياوو پوره کولو ته بايد نوې حللارې غوره شي. که په دې برخه کې پښتو له نورو ژبو سره مقايسه کړو سړی ډېر ډېر خپه شي. له دې درکه اصلاً پښتو د يوې ژوندۍ ژبې په توګه مطرحېدای نشي.
تېر کال د پښتو ورځې په مناسبت ما یوه مقاله ولیکله او خپره مې کړه، د هغې مقالې په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«خوشې احساساتي چغې سورې ژبه ژوندۍ او بډایه کوي، که ژبې ته علمي او عملي کار؟
د پښتو له پاره چا کار کړی، چا تشې خبرې کړي دي او چا یې مخه ډب کړې ده او چا په خپلې مورنۍ ژبې، د پښتنو بچیانو د زدکړو مخه نیولې ده؛ دا هر څه مالوم دي، خو «… د سوال یاري ده اوس به گډه وډه شینه»
تر شعارونو او هوايي چیغو سور وراخوا، باید هر څوک له ځانه سره ووايي چې هر شخص د خپلې وسې په اندازه، د خپلې مورنۍ ژبې پښتو له پاره څومره عملي، علمي کار کولای شي.
د پښتو ژبې په باب د مثبتو او منفي احساساتو نه لږ وړاندې ځينې داسې حقایق هم شته چې له کلونو او پېـړیو راپه دې خوا له پښتنو نه ځينې حقونه اخستل شوي دي دي او هر څه یې په نورو ژبو دي، ځکه یې خپله ژبه پښتو خواره او غریبه ده. د گران دوست سردار ظهوري په فیسبوک پاڼه کې مې د «ترخه رښتیا: دري مېمه» تر سرلیک لاندې دا لنډ، خو له ترخو ډک مطلب ولوست:
«ترخه رشتیا: دري مېمه
۱ ــ م: نه دی مذهب پخپله ژبه دئ،
۲ ــ م: نه دی مکتب پخپله ژبه دئ،
۳ ــ م: او نه دی مکتوب.
نو بیا څنګه وایې چې زه یو وروسته پاته او دحشتګر یم, هر څه مو رانه اخستي دي؟!
د پښتو د ورځی په پلمه»
اوس څوک کولای شي پاسنیو پوښتنو ته ځواب ووايي او یا مثبت توضیحات ورکړي؟»
کله چې پښتانه وايي د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ، پښتانه باید د خپلې ژبې اصلي خدمتگاران ور په زړه کړي، هغه څوک ور په یاد کړې چې د تشو شعارونو او چغو سورو پر ځای یې خپلې مورنۍ ژبې ته عملاً کار کړی دی:
ــ لیکل یې کړي دي،
ــ تخلیق یې کړی دی،
ــ ژباړې یې کړې دي،
ــ او تر ټولو مهمه دا چې هڅه یې کړې ده څو یې مورنۍ ژبه سیاسي، اقتصادي او علمي شي.
د همدې فورمول له مخې موږ باید د اوږدې مطالعې په پایله کې ځان په دې پوه کړو چې زموږ د فرهنگي تاریخ په اوږدو کې خپلې مورنۍ ژبې ته چا، څه ډول، څومره مؤثر کار کړی دی.
د ژبې د ودې او بډاینې له پاره که پاسنۍ هڅې تر سره نه شي، نو وې گڼئ چې مورنۍ ژبه مو د مرگ او پناه کېدو کندې ته ورلوېدونکې ده.