سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپاکستان؛ د یو کیلو غوړیو بیه تر ۲۰۰ کالدارو پورته شوې

پاکستان؛ د یو کیلو غوړیو بیه تر ۲۰۰ کالدارو پورته شوې

تاند ( یکشنبه، د کب ۳ ) د پاکستان په ګډون په خېبر پښتونخوا کې د خوراکي توکو لوړو بیو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وایي، د خوراکي توکو لوړو بیو له سختو ستونزو سره مخ کړي او حکومت باید دې برخې ته جدي پام وکړي.

پاکستان میشتي او دغه راز د خیبر پښتونخوا اوسیدونکي د پاکستان پر حکومت تور پورې کوي چې د توکو نرخ نامې یې په خپلو لاسونو پر هټیوالو ویشلي او قصدآ یې دا کار تر سره کړی دی.

نوید احمد پېښور بډه بېرې سیمي اوسیدونکی دی تاند سره خبرو کې وایي، د نرخونو لوړیدل د پاکستان حکومت کار دی ځکه غواړي په دې توګه ځان له اقتصادي بحرانه وباسي.

سرچېنې وایي، د غوړیو د نرخ د پورته کېدو پریکړه هغه وخت شوې چې د پاکستان په اقتصادي چارو کې ځانګړې کمیټې د مصارفو په لوړیدو خبرې کولې.

د پاکستان په دولتي پلورنځیو کې د یو کیلو غوړیو بیه له ۱۷۰ کالدارو ۲۰۰ کالدارو ته پورته شوې ده.

پاکستان کې د تیلو او وړو تر څنګ د نورو خوراکي توکو په نرخونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې عام خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې پاکستان د نړیوالو پورونو په سر تر سخت فشار لاندې دی او په دې توګه یې هڅې پیل کړي له ورته لارو چارو خپل پورونه ادا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب