جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ښار جوړونې وزارت ۱۲ کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي

د ښار جوړونې وزارت ۱۲ کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي

تاند(شنبه، د دلوې ۲) کورنیو چارو وزارت ویلي، امنیتي ځواکونو نن له غرمې وړاندې د فساد او اختلاس په تور د ښارجوړونې او ځمکو د وزارت ۱۲ کارکوونکي چې رییسان هم په کې شامل دي، نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، نیول شویو کسانو د ښار جوړونې وزارت په تړونونو کې میلیونونه افغانۍ غلا کړې دي.

بل خوا رسنیو ته هغه مکتوب رسېدلی چې لویې څارنوالي د ښار جوړونې وزارت ته لېږلی او د یاد وزارت د ځينو کارکوونکو د نیولو امر یې کړی دی.

په دې مکتوب کې د یادو کسانو نومونه په لاندې ډول ذکر شوي، ۱ـ د وزارت مالي او اداري معینه خاطره سادات ۲ـ د عامه ودانیو رییس انجینیر حکیم ایوب ۳ـ نبی الله عظیمي د تدارکاتو ریاست سرپرست په ۱۳۹۷ کال کې ۴ـ نظارت او مراقبت رییس دیپلوم انجنیر میرویس احمدي ۵ـ  قیوم شمس د تدارکاتو ریاست سرپرست ۶ـ له ودانیو د ساتنې ریاست سرپرست رحم خدا پیمان ۷ـ د زونونو د مدیرانو مسوول سید سمیر ۸ـ د قرادادونو د تسهیل ارشد کارکوونکې مینه نورزۍ ۹ـ د قراردادونو د تسهیل مسوول احمدشاه فرهمند ۱۰ـ انجنیر عبدالحمید فاروق د سروې ریاست کارکوونکی ۱۱ـ نجنیر محمد عظیم احمدي د سروې ریاست کارکوونکی ۱۲ـ انجنیر حیات الله د سروې او مطالعاتو ریاست کارکوونکی، دا هغه کسان دې چې لویې څارنوالۍ یې د نیولو حکم کړی دی.

په یاد مکتوب کې ویل شوي چې دغه کسان په فساد کې ښکېل دي او د پیسو اختلاس یې کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې په ډېریو ادارو کې د فساد قضیې راپورته کېږي او لویې څانوالۍ ډېری دولتي کارکوونکي د فساد او اختلاس په تور نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب