جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ژبه باید سمه استعمال کړو - عالیه عزیز

ژبه باید سمه استعمال کړو – عالیه عزیز

ژبه د خبرو کولو وسیله ده، چې دانسانانو ترمنځ د خبرو تبادله پرې ترسره کېږي.

د ژبې استعمال خورا ډېر ارزښت لري، که سالمه استعمال شي، ډېر زړونه به لاسته راوړو که ناسمه استعمال شي، ډېر زیات زیان به ووینو.
ځکه که د یو کس د ژبې استعمال سم نه وي، د هغې ونې په څېر دی چې خلک یې یوازې د سوځولو لپاره کاروي، ژبه هغه څیز دی، چې هډوکي نه لري، خو زړونه ماتولی شي.

رسول الله (ص) فرمایلي: مسلمان هغه نه دی چې خلک يې د ژبې او لاس څخه په ضرر شي، مسلمان چې کله د نرم عادت څخه محروم شو، په حقیقت کې له ټول خیر څخه محروم شو، نرمي د انسان له ژبې څخه صادرېږي.

نیکه خبره کول هم صدقه ده!

که انسان څوک په لاس ووهی یا په کوم څیز د هغې تکلیف ډېر وخت پورې نه پاتې کېږي، مګر په ژبه ځینې وخت انسان داسې خبره وکړي چې هغه ټول عمر کې نه هېرېږي.

د ژبې وجود ډېر کوچنی دی، خو د دې ګناهونه ډېر سنګین دي، دا یو داسې ګناه ده، چې د ټول کور سکون پرې بربادېږي او ژوند کول ستونزمن کوي.
ټولو مسلمانانو سړیو او ښځو ته دا حکم دی، چې خپله ژبه په قابو کې وساتي، داسې خبرې د خولې څخه نه ویستل چې
نورو ته پرې تکلیف و رسېږي، دا سبب د عذاب دی او ګناه ده.

ناحقه یو مسلمان ته تکلیف رسول حرام عمل دی، چې څنګه د لا سونو او د اشارو په ذریعه چاته تکلیف ورکول ګناه ده، دغه شان د خبرو په ذریعه هم ګناه ده.
د دی لپاره دا خیال ساتل په کار دي، چې د خولې څخه داسې خبرې و ویستل شي چې چاته پرې تکلیف ونه رسېږي.

د تورې پرهار جوړېږي، خو د ژبې پرهار نه جوړېږي.

علیه عزیزي

درنښت

2 COMMENTS

  1. د بی بی عالئې د ښې لیکنی څخه په مننی؛
    په اسلامی فِقه کی یو عجیب ښکلئ اصل تر سترګو کیږی
    که یو قاتل په اِعدام محکوم سی نو د ژوند تر وروستۍ سُلګۍ پوری نه د مقتول اولیاء دمّ او وارثین او خپلوان، نه قاضی او څارنوال، نه د اِعدام اجراء کوونکی او نه بل هیڅوک حق نلری چی دې اعدامی مجرم ته حتی سپکه خبره تر خوله را وباسی.
    خو
    دا یوه خبره د پام وړ ده چی:
    نن سبا د سیاسی – ټولنیزو ناخوالو له وجی زموږ د خلګو اخلاقیات او روحیات ډېر نازک سوی او حوصلې ئې هم سولېدلی دی او د بې شمیره ستونزو سره مخامخ دی
    نو
    که
    موږ ( دېرشو میلونو انسانانو [ له هره نظره وږو تږو] افغانانو ) یو بل ته بد رد ویلی وی نو سره بخښو به.

  2. سلام
    خپله ژبه هم کلاء /قلعه ده هم بلا.کلاء دامن ،سکون ،اوسوکالی سبب ګرځی او عام ولس ورڅخه برخمن کیږی او بلاء لکه کرونا بدتر دواکسین په نامعلومه زور هم نه مهار کیږی .سالمه ژبه او فرهنګ یوه مسلمانه ټولنه دسوکالی،پرمختګ او دژوندانه مثبت لوری ته بیایی.دانسان عظمت اوبریا د ژبې اخلاقی فطرت پورې تړلی انسانی عظمت اوچتوی چې دخیر اوفلاح په لاره کې بې له وېرې ،شخصی او سیاسی ګټو سبب هم ګرځی.په سالمه او نر مه ژبه ،عالمه او پوهه ژبه
    خیرالناس ینفع الناس ژبه باندې ستر قوت مهار کیږی.
    ستا لیکنه کې مهر او اخلاق ،عفت او کرامت ،اسانتیا اوکمال پروت دی لنډ مطلب دی خوبشړ ه انديښنه ور سره ملګری ده.هو! داخلاق ،پوهې،مکاتبې او اړیکو ،دپوهولو اورا پوهولو ستر ه وسیله الله اکبر!
    ما دژبې فلسفی اړخ دولف ګنګ ګویته په پوهنتون کې دیوه سیمینار په ترځ کې له نږدې کتلی مخکې له دې چې اسلامی اهمیت ته یې راشو : خلق الانسان ما لایعلم داوس لپاره مطلب را لندوم موږ هسې وچ سیاست وخوړو!
    دامرالله ،حمدالله ،اسدالله کلبی اومقصود اودفیها او مافیها داړې او ادارې راپسې دی عاقبت په خیر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب