جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+دوهمه درجه ولایتي لوبو کې زابل او هلمند لوبډلو بریاوې خپلې کړې

دوهمه درجه ولایتي لوبو کې زابل او هلمند لوبډلو بریاوې خپلې کړې

تاند( شنبه، د حوت ۲) د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې د شپاړلس ولایتونو تر منځ د ګرېډ ټو (دوهمه درجه) ولایتي سیالۍ پيل شوي چې، د همدغو سیالیو په لړ کې زابل فراه ته او هلمند بیا بغلان ته ماتې ورکړه.

د زابل او فراه لوبډلو تر منځ لوبه چې د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې تر سره شوه په کې زابل د ۱۳۷ منډو په توپير فراه ته ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې زابل لوبډلې لومړی توپ وهنه  وکړه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو يې په پوره ۵۰ اورونو کې د ۲۶۶ منډو ستر هدف فراه لوبډلې ته ورکړ.

فراه لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې یوازې ۱۲۹ منډې وکړې او د ۱۳۷ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د یادونې ده چې د همدغو سیالیو په بله لوبه کې چې په خوست ولایت کې تر سره شوه هلمند د بغلان لوبډلې ته د ۲۳ منډو په توپير ماتې ورکړه.

دا سیالۍ چې وړمه ورځ د فبرورۍ په اتلسمه نېټه پيل شوي په کې ننګرهار په خپل ګروپ کې له فراه، پکتیا او زابل ولایتونو سره لوبې کوي او لغمان به بیا په خپل ګروپ کې له کابل ، هرات او بلخ ولایتو سره لوبې ترسره کوي.

ننګرهار او لغمان دوهمه درجه ولایتي لوبو ته لوبډلې اعلان کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب