جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد هرات اسلام کلا بندر ته د توکو لېږد بیا پيل شو

د هرات اسلام کلا بندر ته د توکو لېږد بیا پيل شو

تاند ( شنبه، د حوت ۲) د هرات په اسلام کلا بندر کې له اورلګېدنې وروسته د بیا ځل لپاره د توکو رالېږدول پيل شول.

ایراني چارواکي وایي چې اسلام کلا بندر ته یې له سون توکو پرته د نورو سوداګریزو توکو لېږد له سره پیل کړی دی.

د یاد کلا بندر له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد وروسته له هغې ځنډېدلی وو چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د دغه بندر په ګمرک کې سلګونه موټر وسوځېدل او سوداګلرو ته یې لسګونه ميليونه ډالر زيان يې واړوه.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د اوونۍ په اوږدو کې د اسلام کلا بندر د بیا پرانیستنې په تړاو هڅې روانې وې چې د توکو د لېږد را لېږد بهیر په وقفه یي ډول بیا پیل شوی دی.

د نوموړي په خبره د شته ستونزو له حل وروسته، سوداګریزو موټرو ته د لېږد اجازه ورکړل شوې ده او ترانزيټي فعاليتونه بيا پيل شوي دي.

په ورته وخت کې مالیې وزارت هم وايي چې هڅه کېږي چې د هغه سوداګریزو توکو موټر چې د لګښت نېټه یې کمه ده د لېږد چارې یې ژر بشپړې شي تر څو سوداګر له ستونزو سره مخ نه شي.

پر دې لاره سوداګري داسې مهال د بیاځلې لپاره پيلېږي چې وړمه ورځ د سوداګرۍ خونې مسوولانو هم پر حکومت له دې امله نیوکه لرله چې حکومت په اسلام کلا کې د لګېدلي اور د زیان په معلومولو کې سطحي برخورد کړی.

دوی ویلي چې حکومت باید له سوداګرو سره مرسته وکړي او د هغوی زیان یوڅه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب