جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهوسلوالو پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کړي او لس سرتیري یې وژلي

وسلوالو پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کړي او لس سرتیري یې وژلي

تاند ( شنبه، د کب ۲ ) سرچینې وایي، نا پیژاندو وسلوالو د سویلي وزیرستان او بلوچستان سیمو کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو دوه جلا جلا بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې لس تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

لومړی برید چې پاکستاني چارواکو تایید کړی وایي، د سویلي وزیرستان د سرا روغه سیمې په ډیله مزاري کلي کې وسله والو کسانو د ملیشه سرتیرو پر پوسته وسلوال برید کړی او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې برید کې پنځه سرتیري وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.

له بلې خوا بلوچستان کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې تېره ورځ په بلوچستان کې پر پوځیانو چاودنه شوې او له هغې وروسته د وسلوالو تر برید لاندې راغلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې چاودنې او وسله وال برید په ترڅ کې پنځه سرتیري وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د بلوچستان سربېره یو شمېر سیمو کې بلوڅ بیلتونپالو او دغه راز تحریک طالبان پاکستان ډلو پر پاکستاني پوځیانو بریدونو ته زور ورکړی او دا په دې وروستیو ورځو کې څو هم برید دی چې پوځیانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب