پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهبایډن: افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سیاسي حل ته...

بایډن: افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سیاسي حل ته ژمن یو

تاند ( شنبه، د کب ۲)  د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، د امریکا حکومت د خپلو متحدانو سره په ګډه د افانستان د روانې جګړې سیاسي حل ته ژمن دی او دې برخه کې به په ګډه سره کار کوي.

هغه د مونیخ امنیتي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر خوندي ځای بدل نه شي او جازه به ور نه کړي چې له افغانستانه امریکا او د امریکا متحدینو ته ګواښ متوجه شي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې د ختمولو لپاره د هغې دیپلوماتیکې پروسې کلک ملاتړ کوي چې دا مهال پیل شوې ده.

بایډن ټینګار وکړ چې حکومت به یې د افغانستان قضیې په اړه له اروپایي هېوادونو سره سلا مشورو ته دوام ورکوي.

ولسمشر بایډن وویل، امریکا د ناټو تړون پنځمې مادې ته ژمنه ده، او دا ماده وایي چې د ناټو پر یو غړي هېواد برید به پر ټولو غړو هېوادونو برید بلل کېږي.

هغه زیاته کړه: ((تر اوسه یوازې یو ځل، یعنې پر امریکا د سپتمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته پنځمه ماده عملي شوې، هغه مهال تاسې موږ سره د القاعدې پر ضد جګړه کې ودرېدلی. امریکا ژمنه ده چې په افغانستان کې د مخکې تلو په اړه به له اروپایي هېوادونو سره له نږدې سلا مشوره کوي.))

د یادونې ده چې د ښاغلي بایډن له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې د امریکا دفاع وزیر لویډ جیمز اسټېن هم د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په دویمه او وروستۍ ورځ ویلي وو، هېواد به یې له افغانستان په بیړه او بې نظمه توګه ونه وځي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ناټو سازمان هم له افغانستانه د پوځیانو وتل د سولې د خبرو تر بریا مشروط کړل او د دې سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې ناټو به په راتلونکو اوونیو کې د افغانستان پره وضعیت او له دې هېواده د ځواکونو ایستلو په اړه سلا مشورې کوي، خو د اوس لپاره غواړي چې د سولې پر بهیر تمرکز وکړي او دا خبرې بریالۍ شي.

1 COMMENT

  1. امریکا دوه مخه ستراتیژی له اوله عملی کړی: له تالبانو سره سوله او دولت ته دجنګ تجهیزات ورکول او دهغه لپاره د سولی د ماتولو لوجیک او ماتونکی لیاری.
    خدای دی د افغانانو مل شی. آینده ډیره تاریکه ښکاری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب