جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د پاکستان سوپرلیګ لوبې نن ماښام ۶بجې پيلېږي

د پاکستان سوپرلیګ لوبې نن ماښام ۶بجې پيلېږي

تاند( شنبه، د حوت ۲) ټاکل شوې چې نن ماښام د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه د شپږو لوبډلو تر منځ د پاکستان سوپرلیګ یا پي ایس ایل لوبې پيل شي.

د پي ايس اېل په لومړۍ لوبه کې به د کراچۍ کینګز او کویټې ګلیډیټرز لوبډلې سره مخامخ شي.

دغه لوبه به د افغانستان په وخت ماښام شپږ بجې پيل شي چې دواړو لوبډلو ورته پوره چمتو والی ښودلی.

په کراچۍ کینګز کې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او نور احمد لکڼوال خو له کویټې لوبډلې سره بیا یوازې یو افغان لوبغاړی قیس احمد لوبيږي.

په PSL  لوبو کې پنځه افغان لوبغاړي اخیستل شوي چې له بېلابېلو لوبډلو سره لوبیږي.

راشد خان قلندرز ، نبي او نور احمد کراچۍ کينګز ، مجیب پېښور زلمي، او قیس احمد کویټې لوبډلې سره لوبيږي.

یاده دې وي چې دغه لوبې چې نن د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه پيلېږي د مارچ میاشتې تر ۲۲مې نيټې پورې به دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب