جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، امریکا د ځواکونو په ایستلو کې د ځنډ په اړه...

پاکستان وايي، امریکا د ځواکونو په ایستلو کې د ځنډ په اړه باید له طالبانو سره مشوره وکړي

تاند(شنبه، د حوت۲) په واشنګټن کې د پاکستان سفیر وايي، د امریکا متحد ایالتونه دې د مې له لومړۍ وروسته د خپلو پوځیانو د حضور د دوام په اړه یواړخیزه پرېکړه نه کوي بلکې له طالبانو سره دې پرې مشوره وکړي.

د پاکستان سفیر اسد مجید دا خبره په داسې مهال وکړه چې د ولسمشر جو بایډن حکومت له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې پر موافقې بیا کتنه کوي. د دې جاج په پایله کې به پرېکړه وشي چې ایا امریکايي پوځیان د مې له لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې پاتې شی او که ووځي.

اکثره امریکايي او لوېدیځ شنونکي وايي چې امریکا باید تر هغو خپل پوځیان له افغانستانه ونه باسي چې افغانان پر سوله موافقې ته نه وي رسېدلي.

د دوی په باور که امریکایي پوځیان له سولې پرته له افغانستانه ووځي دا هیواد به په یوه خونړي ناورین کې ښکېل شي، د تېرو ۲ لسیزو بریاوې به یې له خاورو سره خاورې شي او افغانستان به یو وار بیا د تروریزم پر ځالې بدل شي.

په همدې حال کې امریکايي چارواکي تاییدوي چې طالبانو د قطر د موافقې درې اساسي شرطونه نه دي منلي؛ نه یې له تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي، نه یې تاوتریخوالی کم کړی او نه یې د سولې رښتیانۍ خبرې پیل کړي دي. د دوی په وینا طالبانو هڅه کړې چې وخت ضایع کړي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو نېټه راورسېږي او بیا جګړې ته لا زور ورکړي.

دا ډله فکر کوي چې د زور له لارې به واک ترلاسه کړای شي.

خو په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسد مجید خان په سټېمسن سنټر څېړنیز انستیتیوت کې یوې غونډې ته وویل، امریکايي چارواکي باید د خپلو ۲۵۰۰ پوځیانو د پرېښودو په اړه تر هر ډول پرېکړې مخکې له طالبانو سره مشوره وکړي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د مجیدخان نظر ډېر مهم دی ځکه چې دا پاکستان و چې طالبان یې له امریکایانو سره خبرو ته راوستل او په نتیجه کې یې د فبرورۍ د ۲۹ نېټې موافقه لاسلیک شوه او دا هیواد په طالبانو کې خورا زیات نفوذ لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب