جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجانګ جون: نړيواله ټولنه دې توکمپالنه له منځه يوسي

جانګ جون: نړيواله ټولنه دې توکمپالنه له منځه يوسي

تاند(شنبه، د حوت ۲) د سینهوا اژانس د راپور په وینا، په ملګرو ملتونو کې د چين استازي جانګ جون د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د نژاد پرستۍ او بهرنيو هېوادونو سره دښمني او تبعيض په اړه د دغه سازمان د اقتصاد او ټولنې شورا په غونډه کې غوښتنه وکړه، چې نړيواله ټولنه دې داسې تدبيرونه ونيسي، چې له مخې يې توکمپالنه له منځه يووړل شي.

جانګ جوان زیاته کړې، نژاد پرستي د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ پر وړاندې جدي ګواښ دی او دې ګواښ ته باید د پای ټکی کېښودل شي.

نوموړی زیاتوي، نړيواله ټولنه بايد د نژاد پرستۍ له منځه وړل هميشنی هدف وګرځوي.

د هغه په خبره، د ځينو لوېديځو هېوادونو پوليس افريقايي نژاده خلک تنګوي او ربړوي يې او مونږ بايد پر دوی زړه وخوږوو.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چين د ملګرو ملتونو ملاتړ کوي، چې د نژاد پرستۍ پر ضد ګامونه پورته کړي.

د جانګ جون په وینا، چين په دې اند دی، چې په ګردې نړۍ کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ اجنډا دې ژر پلې او د بېوزلي، کار موندنې، ښوونې او روزنې او روغتيا مسئلې حل شي، ټوله نړۍ کې شخړې بايد ختمې او نابرابرۍ ته د پای ټکی کېښودل او نژاد پرستي دې پوره له منځه يوړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب