جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایران د هرات اسلام کلا بندر ته د توکو لېږد بیا پیل...

ایران د هرات اسلام کلا بندر ته د توکو لېږد بیا پیل کړ

تاند ( شنبه، د کب ۲)  ایراني چارواکو خبر ورکړی چې د اسلام کلا بندر له لارې یې افغانستان ته له سون توکو پرته د نورو سوداګریزو توکو لېږد بیا ځلې پیل کړی دی.

په داسې حال کې چې د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد وروسته له هغې و ځنډېد چې د دغه بندر په ګمرک کې سلګونه موټر وسوځېدل او لسګونه ميليونه ډالر زيان يې واړاوه.

د ایران له لارې د هرات اسلام کلا بندرته د خوراکي توکو د لېږد بهیر وروسته له هغې پیلېږي چې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې سون توکو سربېره د خوراکي توکو بیو کې خورا ډېر لوړوالی راغلی دی.

د توکو د بیو لوړوالي عام افغانان اندېښمن کړي او له حکومته غواړي څو دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني وايي، د اوونۍ په اوږدو کې د اسلام کلا بندر د بیا پرانیستنې په تړاو هڅې روانې وې چې د توکو د لېږد را لېږد بهیر په وقفه یي ډول بیا ځلی پیل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب