Homeخبرونهله موټر چلوونکو د باج اخیستلو په تور ۱۸۶ پولیس نیول شوي

له موټر چلوونکو د باج اخیستلو په تور ۱۸۶ پولیس نیول شوي

تاند(پنج شنبه، د دلوې ۳۰) کورنیو چارو وزارت وایي، پر لویو لارو د باج اخیستنې په برخه کې یې تر دې دمه اصلاحي اقدامات ترسره کړي او د خلکو د شکایتونو پر بنسټ یې ۱۸۶ پولیس له دندو ګوښه کړي او د پېژنتونو فعال احتیاط ته ور پېژندل شوي.

له کورنیو چارو وزارت په خپره شوې  خبرپاڼه کې راغلي، د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي تېره ورځ د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته یو ځل بیا په ټینګار سره لارښوونه وکړه، څو د لویو لارو په مسیر کې د اصلاحاتو د لا تقویې په پار له ترانسپورتي شرکتونو او ملي سوداګرو سره د همغږۍ ګډې غوندې ترسره کړي.

خبرپاڼه لیکي، په همدې حال کې؛ د کندهار، زابل، فاریاب، بادغیس، سمنګان، بغلان، كاپيسا، خوست، غزني او بامیان ولایتونو امنیه قوماندانانو نن د ترانسپورتي ټولنو له چارواکو او ملي سوداګرو سره وکتل او د لویو لارو پر مسیر یې د باج اخیستنې په تړاو د دوی ستونزې او اندېښنې واورېدې.

دا په داسې حال کې دی چې په له تېرو درېیو اوونیو راهیسي د کابل کندهار پر لویه لاره د باروړونکو موټرو چلوونکو کاري اعتصاب کړی او پنځه ورځې کېږي چې د کابل کندهار لویه لاره یې هم تړلي، دوی له حکومت غواړي چې پر لاره دې د پولیسو له‌خوا د غیري قانوني پیسو اخیستنه بنده شي.

د موټر چلوونکو اعتصاب؛ که نن پای ته ونه رسید، ښایي د کابل ګڼ شمېر هټۍ او د تېلو پمپونه هم وتړل شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...