یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهجرمني: د افغان سولې خبرو لا دومره پرمختګ نه دی کړی چې...

جرمني: د افغان سولې خبرو لا دومره پرمختګ نه دی کړی چې ناټو دې ووځي

تاند(پنج شنبه، د دلوې ۳۰) د جرمني د دفاع وزیرې انګریت کرامپ کارین د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه کې له افغانستان د دغه سازمان د ځواکونو په بېړه وتلو په اړه خبرداری ورکړ.

کارین تېره ورځ د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په جوړه شوې غونډه کې وویل، د افغانستان د سولې بین الافغاني خبرو تراوسه هغومره پرمختګ نه دی کړی چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې نن پنجشنبه چې د ناټو د دفاع وزیرانو د جوړې شوې ناستې دویمه ورځ ده د افغانستان په اړه زیاتې خبرې وشي، تر ډېره به په نننۍ غونډه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ په تړون بحث وشي چې ایا طالبان د دغه تړون عملي کولو ته چمتو دي یا نه؟

دغه راز به په دې کنفرانس کې له افغانستان د ناټو ځواکونو په وتلو هم هر اړخیز بحث وشي.

د جرمني دفاع وزیرې زیاته کړې، د سولې په خبرو کې نه پرمختګ په دې معنی دی چې موږ باید د امنیتي حالاتو خرابېدو او خپلو سرتېرو ته د خطر لپاره تیار و اوسو.

جرمني په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۰۰ سرتېري لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دندې ترسره کوي او ناټو بیا په مجموعي ډول ۹۶۰۰ سرتېري لري چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه بوخت دي.

د یادونې ده چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ناټو عمومي منشي خبریالانو ته ویلي چې طالبانو تر اوسه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره کړې.

ینس سټولټنبرګ وایي، دوی په ځلونه ویلي چې د سرتېرو ایستل یې په شرایطو پورې تړلي او تر ټولو مهم شرط بیا دا دی چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به معنی لرونکي او پایلې لرونکي مذاکرات کوي.

د هغه په خبره طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، نو دا په دې مانا ده چې د سرتېرو د ایستلو لپاره شرایط نه دي برابر.

هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او په رښتینې توګه مذاکراتو ته تیار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب