یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغان ځواکونو کندوز کې د طالبانو له زندانه ۲۴ تنه ازاد کړي

افغان ځواکونو کندوز کې د طالبانو له زندانه ۲۴ تنه ازاد کړي

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۳۰)  ملي دفاع وزارت خبر ورکوي چې افغان ځواکونو تېره شپه په کندوز ولایت کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان ځواکونو تېره شپه د کندوز ولایت د آقتاش ولسوالي په قشلاق سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي او په ترڅ یې د وسلوالو طالبانو له زندانه ۲۴ کسه راخوشي کړي دي.

خبرپاڼه وایي، راخوشې شویو کسانو کې ۱۶ د ملي اردو سرتېري، ۲ پولیس، ۴ کومانډویان، ۱ د ملي امنیت عسکر او ملکي وګړی شامل دي.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې هم د عملیاتو پرمهال لسګونه زندانیان د طالبانو له زندانونو څخه خلاص کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې د طالبانو له دولسو زیات زندانونه د افغان ځواکونو د عملیات پرمهال مات شوي او په سلګونو زندانیان چې ملکي او پوځي کسان پکې شامل وو ترې خوشي شوي دي.

باید وویل شي چې تر دې مخکې یوناما د طالبانو په زندانونو کې له زندانیانو سره د طالبانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو طالبانو د یوناما راپور رد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب