یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد موټر چلوونکو اعتصاب؛ که نن پای ته ونه رسید، ښایي د...

د موټر چلوونکو اعتصاب؛ که نن پای ته ونه رسید، ښایي د کابل ګڼ شمېر هټۍ او د تېلو پمپونه هم وتړل شي

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۳۰)  له تېرو څو ورځو را په دېخو په کابل کې د تېلو، ګازو او خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوي چې ښاریان یې پړه پر حکومت اچوي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکی فرید اغا تاند سره خبرو کې وایي: (( د ګازو بیه پخوا ۴۷ افغانۍ خو دا دوه ورځو کې تر ۹۶ لوړه شوې او نن امکان دې تر ۱۲۰ ورسیږي حکومت دې جدي پام وکړي ځکه که دا د موټر چلوونکو اعتصاب لږ نور هم وغځېد نو خلک به له سخت بحران سره مخ شي.))

خو د تیلو او ګازو د پمپونو څښتنان هم ځان ملامت نه بولي او وایي، دوی سره همدومره ګاز یا تېل وو چې ویې پلورل نور دوی هم اړ دي پمپونه وتړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلین هم مني چې د لویو لارو بندېدو او موټر چلوونکو د کاري اعتصاب له امله د هیواد سوداګریز سکټور ته لوی اقتصادي زیان رسېدلی او خلک یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

د یادې خونې مسوولین وایي، له تیرو ۱۹ ورځو راپه دېخوا د رامنځته شويو ستونزو له امله په سوداګریزو بندرونو کې په توکو بار زرګونه موټر بند پاتې دي.

که څه هم کورنیو چارو وزارت دې ستونزې ته د رسیدګي ژمنه کړې ده، خو تر اوسه په دې برخه کې عملي اقدامات نه دي شوي.

دغه وزارت بېګا شپه تاند ته په راستولې خبرپاڼه کې ویلي چې د ترانسپورتي ټولنو او موټر لرونکو هغه اندېښنې چې د لویو لارو پر مسیر یې د باج اخیستنې له امله درلودې، تر دې دمخه یو لړ اصلاحي اقدامات ترسره کړي دي.

خبرپاڼه وایي، د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د دستور پر بنسټ، ۱۸۶ د پولیسو هغه پرسونل چې په اړه یې شکایتونه شوي وو، له خپلو دندو ګوښه او د پېژنتون فعال احتیاط ته ور پېژندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو څو ورځو راهیسې  په افغانستان کې د لویو بار وړونکو موټرو چلوونکو د کابل ـ کندهار پر لویه لار له هغوی څخه د غیر قانوني پیسو د اخیستلو په غبرګون کې کاري اعتصاب پيل کړی دی.

ویل کیږي چې د لویو بار وړونکو د کاري اعتصاب له امله د مسافر وړونکو فعالیت هم بند شوی چې له امله زرګونه مسافر پر لارو کې بند پاتې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مسؤلینو سربېره؛ عام ولسونه له اړوند ارګانونو څخه غواړي چې د ستونزې د هواري په برخه کې جدي اقدام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب