Homeخبرونهسټولټنبرګ:د سرتېرو د ایستلو لپاره مو مهم شرط د تاوتریخوالي کمول دي

سټولټنبرګ:د سرتېرو د ایستلو لپاره مو مهم شرط د تاوتریخوالي کمول دي

تاند(پنج شنبه، د دلوې ۳۰) د ناټو عمومي منشي د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ خبریالانو ته ویلي چې طالبانو تر اوسه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره کړې.

ینس سټولټنبرګ وایي، دوی په ځلونه ویلي چې د سرتېرو ایستل یې په شرایطو پورې تړلي او تر ټولو مهم شرط بیا دا دی چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به معنی لرونکي او پایلې لرونکي مذاکرات کوي.

د هغه په خبره طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، نو دا په دې مانا ده چې د سرتېرو د ایستلو لپاره شرایط برابر شوې نه دي .

نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او په رښتینې توګه مذاکراتو ته تیار شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې او له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د ناټو د دریځ ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده چې که چېرته طالبان په رښتیا سوله غواړي نو باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وه، افغان حکومت په هېواد کې د سولې راتلو لپاره ډېرې سختې پرېکړې کړې دي خو طالبان بیا په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

د خبرپاڼې په وینا، ټولې ښکېلې خواوې باید د سولې بهیر د پرمختګ لپاره خپلې ژمنې او مکلفیتونه پوره کړي.

د دغه وزارت په خبره، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، د ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړیکې نه دي پرې کړې، په ښه نیت سره یې د سولې خبرو ته دوام نه دی ورکړی او خوشي شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...