شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا د افغان سولې برخه کې همکاري زیاتوي

امریکا د افغان سولې برخه کې همکاري زیاتوي

تاند (پنجشبنه د دلوې ۳۰ ) ولسمشر اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره د افغان سولې پر روانه پروسه خبرې وکړې.

ارګ چهارشنبه ناوخته د یو ې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني تېر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټلیفوني مکالمه کې همدا راز په سیمه کې پر روان وضعیت او د ترهګرۍ ضد مبارزې هم خبرې وشوې.

سرچینه زیاتوي، دواړو لوریو د سولې په روانه پروسه کې په پرمختګونو د بحث تر څنګ ټینګار وکړ چې په دې برخه کې به ددواړو هېوادونو ترمنځ همکاري ډېرېږي.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، افغانان سوله غواړي او ددې غوښتونکي دي چې د اغېزناکو مذاکراتو پر مټ یې په هېواد کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسېږي.

دواړو لوریو د سولې په برخه کې د بریا لپاره پر سیمه ییزه او نړیواله ديپلوماسۍ او اجماع هم ټینګار کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب