شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه ټویټر کې د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند حساب وتړل شو

په ټویټر کې د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند حساب وتړل شو

تاند (چهارشنبه د دلوې ۲۹) د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان ټوېټر وروسته له هغه وتړل شو چې نوموړي ملالې یوسفزۍ او د هغې پلار ته د وژلو ګواښ وکړ.

ملالې یوسفزۍ تازه په خپلو خبرو کې ویلي، چې سوات یې لومړی او د بریتانیا برمنګهم ښار ورته د کور حیثیت لري.

احسان د ملالې دې خبرو ته په ځواب پر خپل ټوېټر لیکلي: « ته ژر خپل لومړي کور ته راشه.‌ تا او ستا پلار سره ډېر حساب پاتې دی. تا پسې چې کوم پور دی هغه باید درنه واخیستل شي. دا ځل به د حساب لپاره یو ماهر کس در واستول شي چې هېڅ شک په کې پاتې نشي.»

د احسان الله احسان له دې ګواښ وروسته ټویتر کمپنۍ د نوموړي اکونټ تړلی.

د برېښنایي رسنیو په برخه کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان یوه سلاکار ډاکتر ارسلان خالد ویلي چې احسان الله احسان ته منسوب دغه ټوېټر اکاونټ جعلي دی او دوی په دې هکله د توېټر له ادارې سره خبرې کړي.

بله خوا احسان الله احسان هم رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې ټویټر کمپنۍ دده حساب تړلی دی.

په ورته مهال د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسفزي ویلي چې تړل شوی ټویټر د یاد پخواني پاکستاني طالب دی، خو په وینا یې چې احسان څرنګه د پاکستان حکومت له بنده په تېښته بریالی شو.

د یادونې وړ ده چې د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان د تېر کال په فېبرورۍ میاشت کې ویلي و چې دی او کورنۍ يې د پاکستاني استخباراتو له زندانه خلاص شوي او په یوه خوندي ځای کې ژوند کوي.

ملالې یوسفزۍ ته د پاکستاني طالبانو تازه ګواښ؛ دا ځل به د حساب لپاره یو ماهر کس در واستول شي

1 COMMENT

  1. د شیطان بچییه، د انسانیت، بشریت، ترقۍ، علم او زده کړې دښمنه. تر تا والله که بل بې غیرته او بې شرمه انسان په نړۍ کې وي. ته یوه وړه ماشومه تحدیدوي. که دومره غیرت لري نو پاکستان کې هغه موردګاو خانې وتړه چې ستا باداران ترې تکس او باج اخلي او یو ځه یې تاسو بې غېرتانو ته درکوي چې پرې خپل ناوړه اعمال او په نامه جهاد مخ ته بوزئ. نه پوهېږم چې ته به خور او مور لرې که نه. که ستا وړه خور داسې څوک تحدید کړي بیا به خیال درشي. خو ګناه مو نده، ستاسو زنانه خو د ای اس ای په بېزونو کې پرتې دي نو څوک به یې تحدیدوي. دا ږېره هم وخریه او دا نوم هم له ځانه لرې کړه. ستا نوی نوم دی ملا تیزن چې ماشومان ډاروي. که شرم لرې نو همدا دی بس دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب