شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهملالې یوسفزۍ ته د پاکستاني طالبانو تازه ګواښ؛ دا ځل به د...

ملالې یوسفزۍ ته د پاکستاني طالبانو تازه ګواښ؛ دا ځل به د حساب لپاره یو ماهر کس در واستول شي

تاند (چهارشبنه د دلوې ۲۹) د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان د نجونو د زدکړو پښتنې فعالې ملالې یوسفزۍ او د هغې پلار ته د وژلو ګواښ کړی دی.

احسان الله احسان وروسته له هغه ملالې ته د وژلو ګواښ وکړ چې هغې تازه په خپلو خبرو کې ویلي چې سوات یې لومړی او د بریتانیا برمنګهم ښار ورته د دویم کور حیثیت لري.

احسان د ملالې دې خبرو ته په ځواب پر خپل ټوېټر لیکلي: « ته ژر خپل لومړي کور ته راشه.‌ تا او ستا پلار سره ډېر حساب پاتې دی. تا پسې چې کوم پور دی هغه باید درنه واخیستل شي. دا ځل به د حساب لپاره یو ماهر کس در واستول شي چې هېڅ شک په کې پاتې نشي.»

ملالې یوسفزۍ د احسان الله احسان خبرو ته په کتو پر خپله رسمي ټویټر پاڼه د پاکستان له صدراعظم عمران خان او ددغه هیواد د پوځ له ویاند څخه پوښتنه کړې، چې نوموړی د دوی له بنده څنګه خلاص شوی؟

تر اوسه پاکستاني چارواکو د مېرمن یوسفزۍ ددې څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ملالې پر خپل ټویټر دا هم لیکلي چې احسان الله احسان ددې په ګډون په ګڼو کسانو د بریدونو مسؤلیت منلی او اوس پر خواله رسنیو خلکو ته اخطارونه ورکوي.

د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان د تېر کال په فېبرورۍ میاشت کې ویلي و چې دی او کورنۍ يې د پاکستاني استخباراتو له زندانه خلاص شوي او له خپلې کورنۍ سره په یوه خوندي ځای کې ژوند کوي.

تر دې مخکې د یاد هېواد پوځ په ۲۰۱۷ کال کې ویلي و چې نوموړی ورته تسلیم شوی دی.

که څه هم پاکستاني چارواکو او پوځ لومړی د دوی له بنده د احسان الله احسان د تېښتې په هکله څه نه ویل، خو وروسته بیا د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه له رسنیو سره په خبرو کې ومنله چې احسان د دوی له بنده تښتېدلی او په هکله یې پلټنې پیل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې پر ملالې یوسفزۍ شاوخوا ۱۲ کاله مخکې د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په ۹مه په سوات  کې هغه مهال وسله وال برید وشو چې نوموړې له ښوونځي بېرته د خپل کور په لور روانه وه.

ددې برید مسؤلیت هغه وخت د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان منلی و.

ملاله یوسفزۍ په هغه برید کې تر ټپي کېدو وروسته د درملنې لپاره برېتانیا ته ولېږدول شوه او له همغه وخته راپدېخوا په برېتانیا کې ژوند کوي.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې، ملاله یوسفزۍ تېر کال د بریتانیا له مشهور اکسفورډ‌ پوهنتونه څخه فارغ شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب