چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+وحشي باد |محمدابراهیم سپېڅلی

وحشي باد |محمدابراهیم سپېڅلی

د ماخستن له ډوډۍ خوړولو وروسته مو له مېلمنو سره ښه مجلس وکړ

د شپې تر ډېره مجلس تود ؤ

د شپې په نیمايي کي خوب د مجلس خوند پیکه کړ

کوربانه او مېلمانه د خوب بسترو ته ولاړل

ماهم بالښت ځان ته سم کړ او پرېوتم

یو ګړی لا پرځای پرتو  کسانو کرار کرا مجلس کاوه

کرار، کرا د غه مجلس هم ارام سو.

ما یو ګړی د خوني چت ته کتل، وروسته مي سترګي سره ورغلې او کرار بیده سوم

د خوني د دروازې په کړپي راويښ سوم، هڅه مي وکړه د خوني ګروپ روښان کړم، خو برېښنا تللې وه.

د ټلیفون څراغ مي ولګوئ

د خوني دېوالي ساعت ته ګورم، د شپې درې بجې او پنځه څلوېښت دقیقې دي.

له خوني څخه د سر غولي ته راووتم

اوهو! د اسمان مخ تورو وریځو پوښلی دئ

تېز باد د دروازو پرمخ راځړولي پردې ترپوي

په کور کي مي د ټولو خونو او پخلنځي دروازې ټینګي وتړلې

تېز باد له سړي کالي کاږي

د تالندي او برېښنا سره باران هم پيل سو

باران او تېز باد دواړه سره ملګري سول

زه ژر  خوني ته راغلم، په ځای کي پرېوتم، کالي مي لانده دي، خوب نه راځي

د تالاندي غړومبي مېلمانه او کوربانه د خوب له پستې غیږي  را جلا کړل

لږ ګړی وروسته سېلاب راغلی

خړي اوبه د غریبانو  کورونو ته لکه زورواکي په خپل سر ننوتلې

دادئ په دې نیمه شپه د ښځو او کوچنیانو چیغي  اورم « د خدای پار دئ ، مرسته راسره وکړئ !»

هیڅوک په دې نارو او چیغو سر نه خلاصوي

سهار  له اذانو سره طوفاني باد او باران کرار سول

د اسمان له مخه د وریځي اوښان جنوب خواته روان دي

باد او باران هم د دغو اوښانو  پر قدمونو پلونه ږدي

دادئ اوس مرستندویه ډله کلي ته راغله، هري سېلاب ځپلي کورنۍ ته يې یوه بېلچه، یو لور او یو زوړ څراغ ووېشل.

۱۳۹۳ / غویی / لسمه

کندهارښار،  حضرت جي واټ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی