شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهحکمتیار ته د دوستم خبرداری؛ له خپلو ۴ زره سرتېرو سره کابل...

حکمتیار ته د دوستم خبرداری؛ له خپلو ۴ زره سرتېرو سره کابل ته درځم

تاند (چهارشنبه د دلوې ۲۹) د ولسمشر اشرف غني پخوانی مرستيال مارشال عبدالرشید دوستم وايي، طالبانو د تاوتريخوالي ډېروالي لپاره نويو جنګي تجهیزاتو او بې ‌پيلوټه الوتکو ته لاس ‌رسی پيدا کړی.

مارشال دوستم نن په شبرغان ښار کې د ازبیکي ژبې دوو نومیالیو شاعرانو امیر علي شېر نوایي او ظهیرالدین بابر په ویاړ جوړه شوې غونډې ته په وینا کې وویل، طالبان د تاوتريخوالي او هدفي وژنو په زياتولو سره نه ‌شي کولی اسلامي امارت حاکم کړي.

هغه وویل، یاده ډله باید د سولې په برخه کې له رامنځته شوي فرصت سمه ګټه واخلي او د خبرو له لارې خپله ستونزه حل کړي.

د نوموړي په خبره، طالبان اوس هم له القاعده سره اړیکې لري او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.

هغه زیاته کړه، اوس مهال د اسامه بن‌لادن لمسی نصرالدین، د سراج‌ الدین حقاني زوی سیف ‌الدین حقاني، د فارياب غورماچ ولسوالۍ په بالامرغاب کې د طاهر يولداش مرستيال جمعه‌ بای او په بدخشان کې د طاهر يولداش لور بي ‌بي مکرمه فعاليت کوي.

د ولسمشر غني پخوانی مرستیال وايي، طالبان هڅه کوي چې د الوتکو راغورځولو لپاره نوي جنګي تجهیزات تر لاسه کړي.

نوموړي په یاده ناسته کې دا هم وویل چې طالبانو په دې وروستيو کې په سرپل ولايت کې بې ‌پيلوټه الوتکو ته لاس ‌رسی پيدا کړی او دولتي تاسیسات په نښه کوي.

د مارشال دوستم په خبره، له هغه جمهوري نظام ملاتړ کوي کوم چې د خلکو د ارادې او خوښې په اساس جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، د جمهوري نظام پر خلاف چې هر ډول ګواښ موجود وي پر وړاندې به یې درېږي او هیچا ته به د نظام د ړنګولو او د کابل د بیا ورانېدو اجازه ورنکړي.

مارشال دوستم د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د وړمې ورځې څرګندونو ته په اشارې سره وویل، خلک به نور هغه ته اجازه ورنکړي چې کابل وران کړي او یا هم ارګ کلابند کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د هر ډول ستونزې په رامنځته کېدو به له جمهوريته او اوسني نظام د دفاع لپاره له خپلو ۴۰۰۰ سرتېرو سره کابل ته راورسېږي او حکمتیار ته به اجاز ورنه‌ کړي چې د کابل نظم او ارامي له منځه يوسي.

د یادونې وړ ده چې حکمتیار وړمه ورځ په کابل کې د یوې ناستې پر مهال ویلي و چې که حکومت یې خبرې وانه وري ارګ به کلابند کړي.

حکمتیار: که حکومت هوکړه عملي نه کړي نو پرضد به یې لاریونونه پيل کړي

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب