شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+افغانستان ګنې باسوادو وران کړی؟ | اجمل ښکلی

افغانستان ګنې باسوادو وران کړی؟ | اجمل ښکلی

زموږ يو سټيروټايپ (ټولنيزه کليشه) دا دی، چې افغانستان باسوادو وران کړ. مثلا که دا موږ يو واقعيت وګڼو، بايد برعکس يې سم وي، چې که ټول افغانان بېسواده وای، افغانستان به اوس په پرمختګ کې تر چين مخکې وای؛ خونه بشري تاريخ او زموږ اوسنی عيني وضعيت دا خبره مني.

بشري تاريخ راته وايي، چې ملتونو هله پرمختګ کړی، چې د علم ځواک يې موندلی دی. کوم ملتونه چې دا ځواک نه لري، د ځواکمنو تر پښو لاندې دل شي. زموږ ستونزه دا ده، چې موږ پوهې ته د تقدس پوښ وراغوستی او د سقراط غوندې فکر کوو، چې که چا علم ترلاسه کړ، هغه بدي نه کوي. يعنې علم و نيکي مو سره هممانا کړي؛ خو په واقعيت کې داسې نه ده، له علم سره تل د ابادۍ اراده نه وي تړلې، ممکن علم د بربادۍ لپاره هم وکارېږي او ښايي د خلکو سترګو ته د بېسوادۍ خاورۍ هم وشيندي. په ډېرو هېوادونو کې دا بېلګه موندلای شو، چې پر زده کوونکو د سياسي ګټو لپاره د پوهې په توګه د خپل او نړۍ د تاريخ، وضعيت او کولتور په اړه خپل نرټيو د نصاب او رسنيو په لوښي کې خرڅوي، چې فارغانو ته يې کټمټ رښتيا ښکاري او نړۍ او ځان ته له همدې زاويې ګوري. دا ډول فارغان که څه هم ليک لوست کولای شي؛ خو د باسوادۍ او علم په ايډيل تصور کې نه دي شامل او تش مقلدين دي.

په کومو هېوادونو کې چې پوهان ازادي ولري او مسلط نرټيو وننګولای شي، هلته بيا د دې ډول بېسوادۍ مخه نيول کېدای شي، ځکه چې د نقد له لارې د بېلابېلو ايډيالوژيو، نظريو او نرټيو سم او ناسم اړخونه رابرسېره کېږي او خلک د مشرانو په غوراوي او لاسنيوي کې محتاط وي. 

که له دې ګوټ نه خپلې پاسنۍ ټولنيزې کليشې ته وګورو، زموږ کوم باسواده چې د افغانستان د ورانولو مسؤول ګڼل کېږي، څومره او څنګه باسواده وو؟ د خلق و پرچم او اخواني ګوندونو زياترو مشرانو د خپلو ايډيالوژيو دقيقه مطالعه نه درلوده، له عيبونو يې خبر نه وو او مهمه دا چې د ټولنپوهنې او تاريخ له پلوه يې د افغاني ټولنې، چې دا ايډيالوژۍ پکې تطبيقېدې، ښه مطالعه نه درلوده، دې ته يې پام نه و کړی، چې د يوې آب و هوا بوټی ښايي په بله کې مېوه و نه لري. 

پخپله د علم تعريف او کچې هم ستونزه جوړه کړې. په ډېرو ساده ټکو علم د يوه څه په اړه د معلوماتو درلودل دي. داسې نو يو کسبګر هم، چې د خپل کسب او د کسب د اړوندو شيانو د کيفيت په اړه پوهه لري، د عالمانو په ډله کې راځي. که علم يوازې د ليک و لوست زده کړه وي، بيا د عريضو ليکونکي هم عالمان دي؛ خو علم تر دې مخکې ځي. د علم په اړه زموږ ايډيل تصور دا دی، چې له علم سره سياسي او تاريخي شعور تړلی وي؛ خو زموږ علمي مرکزونه ګنې دا وړتيا لري، چې د خپلو زده کوونکو د شعور سطح لوړه کړي؟ سملاسي خو يې ځواب “نه” دی، ځکه چې له نصاب او د علمي مرکز او استاد له شيوې خو داسې نه ښکاري؛ نو د دې مرکزونو فارغانو ته ګنې د علم په واقعي او تاريخي مانا باسواده ويل کېدای شي؟ که دوی سبا توپک ته لاس کوي، نو په اړه به يې دا قضاوت سم وي، چې افغانستان باسوادو وران کړ؟

که “افغانستان باسوادو وران کړ” سټيرو ټايپ لږ نور هم راوسپړو او له واقعيت سره يې وګورو، نو ويلای شو، چې د افغانستان په ابادۍ کې لويه ونډه د باسوادو ده. لوی لوی پرمختيايي کارونه ګنې بې له سواده ممکن دی؟ تاسو په شلمه پېړۍ کې افغانستان د يوه ملي هويت په ورکولو کې د پوهانو ونډه وګورئ، له محموده طرزي نه واخله تر کهزاد صاحب او له کهزاد صاحب نه واخله تر الفت صاحب او سلګونو نورو پوهانو پورې، چې په هره برخه کې يې افغانستان ته يوه ځانګړې فرهنګي څېره ورکړه او افغان ځوان يې د هويت له رواني ناورين نه راايستلی. هغوی ګنې باسواده نه وو؟ په اصل کې باسواده هغوی وو او د هغوی ګټو ته که وګورو، “افغانستان باسوادو وران کړ” سټيرو ټايپ بايد نور خځلنۍ ته وغورځوو. 

که بېسواده او باسواده له منځه وباسو، نو ويلای شو، چې افغانستان په اصل کې بېسوادۍ وران کړ. که د بېسوادې کچه په افغانستان کې دومره لويه نه وای او ټول نفوس يا يې لويه برخه د سواد په واقعي مانا باسواده وای، نو د خپلو بېسواده باسوادو مشرانو تبر ته به يې لاستي نه اچولای او هغه د دروېش خبره: 

چا به هسې ويل، يار لره دې بيايم

زه دروېش به په رښتيا پسې روان شوم

هسې هسې به په چا پسې نه تلل، فکر به يې کاوه، د خلکو خبرې به يې تللې، په انتقادي نظر به يې ورته کتل، په ظاهره د هرې سپېڅلې ايډيالوژۍ تر شا به يې ناولې موخې ليدلی شوای. کوم ملتونه چې دا ډول سواد ولري، هلته هم انقلابونه او جګړې راځې؛ خو د هغوی اکثريت په دې پوهېږي، چې د کوم وطن په ونه کې چې موږ ځالې جوړې کړې، که په همدې ونې پسې تبر راواخلو، نو خو انجام يې همدا زموږ بربادي ده، ځکه خو سره ژر بېرته کېني، سلا شي او د خپلو شخصي ګټو پر ځای د وطن ګټو ته اهميت ورکړي، قوانين جوړ کړي او بيا يې ښه په کلکه وپالي.

“افغانستان باسوادو وران کړ” سټيرو ټايپ کې يو تضاد دی او هغه دا چې له باسوادو د وطن د ابادۍ هيله کېږي؛ خو دوی وران کړ. له علم نه هله د ابادۍ هيله کېدای شي، چې شعور او د ملت مينه ورسره وي، د هغه کورنۍ او علمي روزنه داسې شوې وي، چې د هېواد له مينې سرشار وي.  

دا سټيرو ټايپ يوازې دا چې دقيق نه دی، تاوان هم لري. يو تاوان يې دا دی، چې د يوه هېواد د وګړيو زړونه له علم او په نويو زده کړو له سمبالو ځوانانو توروي، چې دا يوه ملت ته ښه پايله نه لري. سټيروټايپونه د سياسي موخو لپاره کارېږي او د يوه پوړ له خوا يا د يوه ملت پرخلاف کارېدای شي، ځکه چې د يوې ټولنې د فکر معيارونه وي. هغوی دنيا ته له همدې کړکۍ ورګوري، مثلا د ګل خان سټيروټايپ چې د پښتون د ساده، نالوستي او بې فرهنګه ښودو موخه پکې پټه ده او پښتون او د هغه فرهنګ، ژبه حاشيې ته ټېل وهي او د کمترۍ په احساس يې اخته کوي. همداسې د ښځې د کمزورې، د ښاري د څالاک، د کليوال د ساده، د نورو قومونو د بې غيرته ګڼلو او… سټيروټايپونه هم دي. 

سټيروټايپونه د يوې ټولنې ذهنيت ښيي او زياتره له يوې انګېرنې سرچينه اخلي، چې له واقعيت نه ممکن لرې وي. دا سټيروټايپونه د يوې ټولنې د وګړيو فکر ته لوری ورکوي او فکر کول ورته اسانوي، چې د روږدېدا له امله ورته زموږ نه پام کېږي؛ خو دا د ځينو خلکو په ګټه او ممکن د ځينو ټولنو په تاوان وکارېږي. 

که خپل سټيروټايپونه د کره کتنې رڼا ته راوباسو، د خپلې ټولنې د ذهنيت په سمولو کې مرسته کولای شو.  

5 COMMENTS

  1. Stereotype= د یو واقعیت په هکله ساده شامل نظر ورکولو ته وایی چه استثنا نه منی. خو بیا دا نظر په واقعیت ولاړ وی.
    زمونږ باسوادان له طرزیانو نیولی تر اوسنی افغانملتیانو د اتاتورکی ناسیونالیزم لمبی لویی کړی دی خو د علم او نوښت په هکله یی کار نه معلومیږی. کمونستان، دیموکراتان همیشه پردیپال او خیراتخواره پاته سوی او اخوانیانو خو بیا ځان په لوی لاس وشرماوو کومو چه هم غرب غوښت او هم غرب ترټل.
    ستیریو ټایپ د عامو عکس العمل دی. دا په دی اساس دی چه پورتنی ډلو، چه دپردی ډولو نڅاګران یی باید وبولو، په خپله خوله ځانونو ته روشنفکران، منورین او داسی نور القاب استعمالول او لا پدی لیاره روان دی. مونږ افغانان لا اوس هم دا الفاظ په ساده ترجمه کی اورو خو دټیمپلر، فراماسونی، ایلوموناتی او نورو داسی شبحی پټ سازمانونو پړی نه وینو چه دروشنفکرانو په غاړه کی اچول سوی. دا سازمانونه دهغی پاپایی پریکړی برخه دی چه دصلیبی اشغال لپاره یی طرحه کړی وو یعنی پوه مبشرین او وسلوال پوځ باید عربو ته ولیږل سی ترڅو بیت المقدس بیرته اشغال کړی. دا طرحه استعماری اشغالګرانو هم استعمال کړه او اوس مونږ وینو چه د غربی اشغال لپاره همدا پوه مبشرین د وایسرای او مبلغینو دندی اجرا کوی. دکلیسا په ځای دوی نن د بشری حقوقو مبلغین دی او بشری حقوق د اشغال بهانه.
    دا تیر سل کاله همدا لوبه په افغانستان کی روانه ده. باسوادو یا مبشرینو مونږ ته وعدی را کړی خو په عمل کی د څو خیراتی پروژو نه سوا بل څه ندی کړی. دترقی په نامه یی قتل او زخم او د هر مستقل نوښت مخه نیولی ده.
    نو اوس ووایه ديو څو مخلص افغانانو لکه موسی شفیق او د هغه په څیر نور به څنګه د روشنفکرانو تور تاریخ سپین کړی؟

    • سلام
      وایی: تواضع بود هوشمند ګزین نهد شاخ پرمیوه سربر زمین
      بحث به کوو خو دورورۍ ،سالم کرکتر ،د مسولانه اخلاقی معیارو نو په رڼا کې . تېره په هېره داوس په هکله بایدسوچ وکړو ځکه شرع حاضر ته ګوری ! دضرورت پېژندګلوۍ مهمه ده که بحث علمی وی، ادب او اخلاق ور سره ملګری وی نو یو شمیرکسان یې لولی او مناسب کارهم دی چې زموږ فرهنګ ،دین او عقاید هم دامنی داخو هسې دزور یارانه نه ده چې تحمیل او انحصار ته کوی .استاد اجمل ستا لیکنه کې دمشتق او تابع عناصر په ډاګه دی ،ډیر ښایسته دې لیکنې کې په مهارت را تراشلی او به سمه توګه دی نقد کړی:
      الف:افغانستان باسوادو وران کړ”
      له ۱:علم نه هله د ابادۍ هيله کېدای شي، چې۲: شعور او د۳: ملت مينه ورسره وي، د هغه کورنۍ او علمي روزنه داسې شوې وي، چې د هېواد له مينې سرشار وي.
      کاشکې زموږ باسوادو دیوه ملت ذهنی اوعینی برخې په کمی اوکیفی لحاظ پېژندلی له بده مرغه چې موږلاهم دبل چا دلاسونو الګو یو کله چې په یو ه تبصره یو او بل منلی نه شو او دژبې اهانت کوو نو ……. خو استاد ستا لیکنه جالبه او ډیره لوړه علمی کچه لری .

  2. ملا ثابته ددې ټولو بدبختو عاملین یو څو تنه خره، جاهل او بې سوده ستېرو ټايپ ملایان دي نه روشنفکران. همدې خرو ملایانو په امان الله خان د کفر ټاپه ووهله. همدا خرکوس ملایانو د شهید سردار محمد داود خان پر ضد هم راپاسېدل او غول یې وکړ. همدې ملایانو چې پرون یې د روسانو په مقابل کې میلیونونه افغانان شهیدن کړل اوس یې هره ورځ په دروازې کې ګدایي کوي او خپل په کړي جهاد توبې باسي، همدې ملایانو تر پرونه د امریکانو پر ضد جګره کوله او اوس په دوحه کې ترې ډالري معاشونه اخلي. خو ددې حرمونو خبره همېشه جهاد دی. د پېسو او کوس او نویو ودونو کولو جهاد، له فاحشو ښځو سره د ويدیو ګانو د جوړولو جهاد، د بچه بازۍ جهاد، د انسان وژني جهاد، د پوهانو او عالمانو د وژنې جهاد، د تاسیساتو د ورانولو جهاد، د ماشومانو د تحدیدولو جهاد او داسې نور سلګونو ناروا کارونو جهاد. دومره ناروا چې تاسو له دې ملک، ولس او اسلام سره وکړه، د نړۍ په هيڅ ګوت کې سایقه نلري. ستاسو اعمالو ته پر کتو، پر تاسو د خدای قهر نازل شوی. الله مو تر دې هم ذلیله او شرمېدلې ولره. په قران که ترې خوند واخلئ. ورځ مو رارسېږي چې له مردارو کونو مو تړس وایستل شي. انشاء الله.

  3. وروره
    په زړه پوری بحث دی مطرح کړئ دئ.
    دا مقوله هر بنی آدم د زړه له کومی منلې ده ” علم رُڼا ده “.
    زموږ په وطن کی ” علم ” او ” سواد ” دوه بېل بېل مفاهیم ګڼل کیږی ، د پر مخ تللو هیوادو خلاف، زموږ په وطن کی باسوادان د ځینو اجتماعی او حتی سیاسی ناکراریو د ایجاد مسئولین او عاملین دی.
    د مثال پتوګه:
    زموږ د هیواد بې سواده کسان تقریباً ټول د عقیدې او وطنی روحئې او انسانی عاطفې له نظره ډېر سپېڅلی خلګ دی خصوصاً پښتون قام ( البته زه د قام او تبار اصالت ته چندان عقیده نلرم) خو ځینو باسوادانو! د ژبی او قلم له لیاری د فکری او سیاسی تړاوونو په اساس د مختلفو اقوامو تر منځ د افتراق او ځان غوښتنی او بل وهَنی د فرهنګ تخمونه پاشلی دی او د اکثرو بیسوادانو اذهان ئې په حرامو او ناروا مخدراتو ور لړلی دی نو ځکه ځینی یا ډیر ګران او دردېدلی وطنداران د باسوادانو څخه ترخې ګیلې لری، که نه د صالح او معقول عالِم افغان ( ډاکټر، انجنیر، استاد، لایق او صادق مدیر او رئیس او مامور، دینی او روحانی شخص، معلم، سرمعلم او………) سره هیڅوک دښمنی نلری بلکه ددې کسانو درناوی او احترام یوه انسانی او ملی او دینی وجیبه ده.
    امّا د اوبو د ها غاړی کیسه هم عین کیسه ده خو په بله بڼه؛
    د مغرب زمین ټول اوسېدونکی باسوادان او متمدن خلګ دی، د خپل وطن قوانینو ته سخت پابند دی
    خو
    مشران او ستراتژیسټان ئې د دریمی نړۍ د خلګو د استعمار او استثمار په پلیدو لوبو کی ښکیل دی او د علم او ثروت څخه ډیری ناوړی استفادې کوی.
    دا ؤ ددې هفتې شیپور.

  4. Within the first quarter of 21st century people that can not read and write are no longer should be considered illiterates.

    Illiterates are those unable to throw away/get-rid-off old learning and adopt to new ones.

    You have a point that educated individuals are the most opportunists.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب