شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههوایي ځواکونو بلخ کې د طالبانو د نښان ویشتونکو مرکزونه ویشتي

هوایي ځواکونو بلخ کې د طالبانو د نښان ویشتونکو مرکزونه ویشتي

تاند( چهارشنبه د دلوې ۲۹) افغان هوایي ځواکونو د بلخ ولایت په دوه ولسوالیو کې ۱۹ طالبان وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.

له ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي چې افغان هوایي ځواکونو نن ماذیګر د بلخ ولایت په چهاربولک او زارع ولسوالیو کې د دوه جلا بریدونو په پایله کې ۱۹ طالب وسله وال وژلي او د اجمل، هجران او دستګیر په شمول یې ۱۶ تنه ټپیان کړي دي.

د شاهین قول اردو د مالوماتو له مخې یاد هوایي بریدونه د طالبانو پر هغو مرکزونو شوي چې نښان ویشتونکو ته په کې زده کړې ورکول کېدې.

وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه او جګړه یې یوازې د افغان ځواکونو په وړاندې پیل کړه، دواړه خواوو ته د درنو تلفاتو د اوښتو خبرونه خپریږي.

ملي دفاع وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، چې په څلورو ولایتونو کې یې ۴۴ طالب وسله وال وژلي او ګڼ شمیر او مهمات یې ورته له منځه وړي.

طالبانو تر اوسه د یادو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب