شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ټيټ رتبه کارکوونکو تنخواوو کې ۲۰۰۰ افغانۍ زیاتوالی راغی

د ټيټ رتبه کارکوونکو تنخواوو کې ۲۰۰۰ افغانۍ زیاتوالی راغی

تاند ( چهارشنبه د دلوې ۲۹ ) د ولسي جرګې د مالیې او بودجې کمېسیون غړي وایي، له حکومت سره د ښوونکو، ټیټ پوړو چارواکو او دولتي اجیرانو د معاشونو پر ډېرېدو هوکړې ته رسیدلي دي.

د ولسي جرګې غړي جاوید صافي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د معاشونو زیاتوالي لپاره ټوله اړتیا ۱۰ میلیارده افغانۍ کیږي چې د بودجې په نوې مسوده کې به اوس مهال ورته ۵ میلیارده افغانۍ په یوه کوډ کې ځانګړې شي او نوره ونډه به ورته د کال په د ننه کې د نورو برخو څخه سپما کیږي.

ولسي جرګې له دې وړاندې د معاشونو لوړېدل خپله سره کرښه بللې وه او دوه ځله يې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه رد کړې وه، استازو ټینګار کاوه که معاشونه لوړ نشي بودجه به تایید نکړي.

د دې هوکړې پر اساس به د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د وري یا حمل میاشتې له لومړۍ نېټې د ټیټ پوړو دولتي کارمندانو معاشونه دوه زره افغانۍ لوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د مالیې وزارت سرپرست وزیر محمد خالد پاینده هم د دولتي کارمندانو د معاشعونو ډېرېدو خبر ورکړی و.

د یادلو وړ ده چې ولسي جرګې تر اوسه دوه ځلې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې طرحه رد کړې ده.

ټاکل شوې چې د درېیم ځل لپاره د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه ولسي جرګې ته تایید لپاره وړاندې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب