شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهنیوزیلنډ له افغانستان خپل سرتیري باسي؛ طالبانو یې هرکلی کړی

نیوزیلنډ له افغانستان خپل سرتیري باسي؛ طالبانو یې هرکلی کړی

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۲۹) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د نیوزیلنډ هېواد دا اقدام چې د دوحې د تړون پر اساس خپل عسکر له افغانستان څخه باسي، د هرکلي وړ دی.

هغه زیاته کړې، دوی له ټولو هغو هېوادونو څخه د ورته اقدام غوښتنه کوي چې د خپل هېواد عسکر يې د افغانستان په اوږده او نه ګټونکي جګړه کې ستړي کړي دي.

طالبان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن د نیوزیلنډ هېواد لومړۍ وزیرې په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې سرتېرو د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی او اوس ددې وخت دی چې خپل سرتېري تر مې میاشتې له دغه هېواد وباسي.

د نوموړې په وینا په افغانستان کې د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده او د سیاسي جوړجاړي لپاره هم خبرې روانې دي نو د دوی د سرتېرو حضور ته اړتیا نشته ده.

نوي زیلنډ له ۲۰۰۱ز کال راهیسې په افغانستان کې تر ۳۶۰۰ پورې سرتېري لرل چې په بېلابیلو برخو کې یې ماموریت ترسره کاوو.

بل لورته د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د شرایطو تر برابرېدو پورې به یې سرتېري خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب