جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهرویټرز: د سولې پروسه له جدي ګواښونو سره مخ ده

رویټرز: د سولې پروسه له جدي ګواښونو سره مخ ده

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۲۹) رویټرز خبري اژانس ویلي چې د سولې خبرې له جدي ګواښ سره مخ دي، ځکه چې طالبان پسرلنیو عملیاتو ته چمتوالی نیسي.

رویترز زیاته کړې، چې د طالبانو له وروستیو څرګندونو او کړنو څخه داسې معلومیږي چې سولې ته لازمه لېوالتیا نه لري.

راپور وړاندې لیکي، شاوخوا یو کال وړاندې طالبانو له امریکا سره په دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او په هوکړه کې په ښکاره ټکو لیکل شوي وو چې طالبان به تاوتریخوالی کموي، له افغان دولت سره به خبرې پیلوي او دغه راز له بهرنیو ترهګرو سره به اړیکې پرې کوي څو د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي خو تازه معلومات دا دي چې طالبانو پر یوې ژمنه هم عمل نه دی کړی.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، چې طالبانو په تاریخي کچه خپل تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

هغه زیاته کړې، داسې ښکاري چې طالبان سولې ته اراده نه لري ځکه د دوی د معلوماتو له مخې دغې ډلې پسرلنیو بریدونو ته چمتوالی نیولی دی.

بلخوا دوو حکومتي سرچینو رویټرز ته ویلي چې افغان حکومت هم امنیتي بنسټونو ته د سرتېرو د تنظیم او د عملیاتو د ډیزاین سپارښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د ترهګرو ډلو پر کړنو د ملګري ملتونو د څار ډلې یو مشر اډمونډ فیټون براون ویلي چې طالبانو لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې نه دي پرې کړې.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې دغې ډلې تر اوسه پورې نه یوازې له القاعده سره اړیکې نه دي پرې کړې بلکې په هوکړه کې د ذکر شویو ژمنو له ډلې یې پر یوې هم عمل نه دی کړی.

ان بي سي نیوز: طالبانو ځینو سيمو کې القاعده ډلې ته د روزنې اجازه ورکړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب