جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهان بي سي نیوز: طالبانو ځینو سيمو کې القاعده ډلې ته د...

ان بي سي نیوز: طالبانو ځینو سيمو کې القاعده ډلې ته د روزنې اجازه ورکړې

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۲۹ ) راپورونه وایي، وسلوالو طالبانو لا هم په افغانستان کې له القاعده ډلې سره خپلې اړیکي دوامداره ساتلي او پر خپلو ژمنو یې هېڅ عمل ندی کړی.

ان‌بي‌سي نیوز خبري رسنۍ تازه د راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبانو له امریکا سره د هوکړې پر خلاف خپلې اړیکې له القاعده شبکې سره نه‌دي پرې کړي او دوی ته یې په افغانستان کې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې اجازه ورکړې چې روزنه وویني.

راپور کې ویل شوي، طالبان اوس هم له القاعده ډلې سره نږدې اړیکي لري او د دې ډلې مشران لا هم د طالبانو تر حفاظت لاندې دي.

په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د امریکا خزانې وزارت او ملګرو ملتونو هم په خپلو راپورونو کې ویلي و، چې طالبانو له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نه‌دي پرې کړې.

د ملګرو ملتونو د راپور په حواله د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې له ۲۰۰ تر ۵۰۰ القاعده جنګیالي فعالیت کوي.

د طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ د اړیکو نه پرېکېدلو دغه راپورنونه په داسې مهال خپرېږي، چې ټاکل شوې ناټو نن د خپلو دفاع وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د خپل حضور او وتلو په اړه پرېکړه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب