جمعه, فبروري 6, 2026
Home+ډوپلیسي له ټېسټ کرکټ سره مخه ښه وکړه

ډوپلیسي له ټېسټ کرکټ سره مخه ښه وکړه

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۲۹) د سویلې افریقا کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي فاپ ډوپلیسي نن د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د ټېسټ کرکټ سره مخه ښه وکړه.

هغه اعلان وکړ چې له دې وروسته به په ټېسټ کرکټ کې ونه لوبیږي.

په ټېسټ لوبو کې ډوپلیسي خپله وروستۍ لوبه د پاکستان په کوربتوب د یاد هېواد پر وړاندې تر سره کړه.

نوموړی په یاده لوبه کې هم ښه وځلې.

 تمه وه چې نوموړی به د اسټراليا پر وړاندې په راتلونکو ټېسټ لوبو کې د افریقا په ګټه ولوبيږي خو هغه لوبې د کورونا وبا له امله اسټراليا کرکټ بورډ لغوه اعلان کړې.

ډوپلیسي د افریقا لپاره په ۶۹ نړیوالو ټېسټ لوبو کې ۴۱۶۳ منډې او په ۱۴۳ یو ورځنیو لوبو کې يې ۵۵۰۷ منډې تر لاسه کړې دي.

د ده تر څنګ ډوپلیسي بیا د افریقا لپاره په پنځوس شل اوريزو سیالیو کې ۱۵۲۸ منډې جوړې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...