تاند (چهارشنبه، د دلوې ۲۹) ټاکل شوې چې، سبا د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د هند د سوداګریزو لوبو ( آی پي ایل) د څوارلسم پړاو بولي ترسره شي.
دغه مراسم سبا د افغانستان په وخت ماسپښین دوه بجې د هند په چینای ښار کې ترسره کیږي.
که څه هم دې بولۍ ته دېرش افغان لوبغاړو د لوبډلمشر اصغر افغان په ګډون نوم لیکنه کړې وه خو یوازې اوه لوبغاړي ټاکل شوي دي.
رحمن الله ګربز، قیس احمد، نور احمد لکڼوال، کریم جنت، مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل الحق فاروقي هغه لوبغاړي دي چې نیلامۍ ته به وړاندې شي.
راشدخان او محمد نبي بیا د تېر په څېر له حیدراباد لوبډلې سره پاتې شوي چې په څوارلسم پړاو کې به هم له همدې لوبډلې سره ولوبيږي.
د هند غوره لیګ هر کال په هندوستان هېواد کې تر سره کيږي چې د هندي لوبغاړو تر څنګ د نړۍ مشهور لوبغاړي پکې لوبيږي.
د یادونې ده چې د یاد لیګ په دیارلسم پړاو کې د ممبيي لوبډلې اتله شوې وه.