جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهناټو یو ځل بیا له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه

ناټو یو ځل بیا له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۲۹) د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي په لیدنه کې اتمر ته ډاډ ورکړی چې د افغان امنیتي ځواکونو سره به همکاري کوي او ملاتړ ته به یې دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پیل کې، بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ناټو دوامداره همکاریو او ژمنو څخه ستاينه وکړه او د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونو لپاره یې د ياد سازمان د ملاتړ پر اهمیت ټینګار او د ناتو په ګډون د افغانستان او نړیوالو ملګرو ترمنځ د لا همغږۍ پر اهمیت خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي، بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان د سولې بهیر په اړه د ناټو وروستۍ اعلاميې څخه ستاینه وکړه او د طالبانو د ژمنو د پوره کولو د اهميت په اړه، د ناټو د عمومي منشي د وروستیو څرګندونو او د دغه سازمان د “شرایطو پر بنسټ” دريځ څخه هرکلی وکړ.

خبرپاڼه کې راغلي، د ناستې په ترڅ کې دواړو لورو د ناټو د دفاع وزیرانو د ناستې، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د دوام په څرنګوالي، د سیمه ایزې ډیپلوماسۍ په اهمیت، د سولې بهیر په ملاتړ کې د دیني دیپلوماسۍ رول او د افغانستان او ناټو تر منځ د مشورې او لا ښې همکارۍ د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.

د سرچینې په خبره، په پاى کې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي، د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دې سازمان د ملاتړ او د همکاريو د دوام په هکله بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن چهارشنبه په انلاین ډول د ناټو د دفاع وزیرانو ترمنځ ناسته ترسره شي چې بحث به تر ډېره له افغانستان د ناټو په چوکاټ کې د شته ځواکونو وتل یا پاتې کېدل وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب