جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنړیوال بانک د وچکالۍ د اغېزو کمولو لپاره له افغانستان سره مرسته...

نړیوال بانک د وچکالۍ د اغېزو کمولو لپاره له افغانستان سره مرسته کوي

تاند (چهارشنبه د دلوې ۲۹) نړیوال بانک د وچکالۍ او کورونا ویروس د اغیزو د راکمولو په موخه له افغانستان سره د ۹۷.۵ میلیون ډالرو مرسته تصویب کړه.

نړیوال بانک پرون سه شنبه ویلي چې یاده مرسته د دغه بانک د اجرائیوي بورډ لخوا منظور شوې ده.

ددې بانک له لوري په خپاره شوي بیان کې راغلي، له یادې مرستې به د وچکالۍ د بېړنۍ خبرونې او ځواب ورکونې سیستم په جوړولو کې هم ګټه واخیستل شي.

نړیوال بانک وايي، دې مرستې سره به د افغانستان په ۷۸ ولسوالیو کې ۲،۲میلیونو وچکالۍ او د لوږې ځپلو افغانانو ته نقدې مرستې او د کار په بدل کې پیسې ورکړي.

په بیان کې دغه راز زیاته شوې، په دې پروژې سره به د مستحقو کورنیو د تقویې لپاره هغوی ته منظمې مالي مرستې برابرې شي او د افغانستان حکومت به ددې توان پیدا کړي چې د هوا د حالاتو، اوبو او اقلیم په هکله مهم معلوماتي خدمات وړاندې او خلک به وار له مخې له طبیعي پېښو خبر کړي.

په بیان کې په افغانستان کې د نړیوال بانک د رئیس هینري کرالي په حواله راغلي چې دا نوې مالي مرسته به افغان دولت ته د دې وړتيا ورکړي چې د وچکالۍ اغېزې چې میلیونونه افغانان يې بېځايه او بېوزلۍ ته ورټېله کړي، راکمې کړي.

نوموړې زیاته کړې چې له افغانانو کلیوالي کورنيو سره د دې پروژې په مرسته به په ټول هیواد کې د بېوزلۍ کچه راټيټه او اقتصادي وضعيت به بېرته ورغول شي.

نړیوال بانک وايي، افغانستان د سختو او تکرارېدونکو وچکاليو تر ګواښ لاندی دی چې په وینا یې پدې هېواد کې اقتصادي وده او ثبات ټکنی کوي.

په بیان کې راغلي، طبيعي ناورینونه د کليوالي افغانانو د بېځايه کېدنې، بېوزلۍ او لوږې سبب شوي چې د کوويډ-۱۹ خپرېدو دا حالت نور هم خراب کړی.

د یادونې ده، چې د نړيوالې پراختيا ادارې دا وړيا مرسته د افغانستان د بيارغونې صندوق له ۱۱۵ میلیونه ډالرو، د نړيوال ګواښ د تمويل صندوق له ۸ میلیونه ډالرو او د اقلیم بدلون پر وړاندې د آسيا د انعطاف د څو اړخيز وجهی صندوق له ۲ میلیونه ډالرو وړيا مرستې سره يوځای لګول کېږي.

نړیوال بانک له افغانستان سره په داسې مهال د ۹۷.۵ میلیون ډالرو د مرستې خبر ورکړی چې تر دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي و چې ښايي سږ کال ۱۷ میلیون افغانان د لوږې له خطر سره مخامخ شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان: ښايي میلیونونه افغانان له قحطۍ سره مخامخ شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب